کابل (پژواک، ٥ لیندی ٩٨): ولسمشر غني وایي، طالب دې فکر وکړي، په تاوتریخوالي دا اتل ولس نه تسلیميږي، دوی له ضعیف دولت او ولس سره مخ نه دي او دا دولت او پیاوړی ولس به ژر هغه سوله هیواد ته راولي چې ولس یې غواړي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې نن یې کابل کې د نظامي ښځینه وو د سولې او امنیت په لومړني کنفرانس کې خبرې کولې وویل، هغه سوله چې ولس یې غواړي د ټولو افغانانو، ښځو، بې وزلو او هر وګړي سوله ده او سوله په یوه قوم، سمت او سیمه پورې اړه نه لري.
د هغه په وینا، د افغانستان دښمنان دې دا فکر له سر نه وباسي چې افغان ولس به ننواتې ته مجبور کړي.
غني زیاته کړه:" د افغانستان په اوسني حالت کې هېڅوک د قانون حاکمیت ته ګواښ نه شي پېښولی. موږ د قانون تابع یو او د قانون په اساس خپلې دندې پر مخ وړو. افغانستان د معاملو ځای نه دی، افغانستان د فیصلو وطن دی."
ده وویل چې داعش په ننګرهار کې ختم شوی او دغه ډله به په ټول هېواد کې له منځه ولاړه شي او که چېرې طالبان سولې ونه کړي، هغوی به هم د داعش له برخلیک سره مخ شي.
هغه وایي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه اوس له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته بدل شوي دي.
ده وویل وویل چې افغان ښځې د هېواد د اساسي قانون او ارزښتنو په ساتلو کې تر ټولو مخکښې دي، او کولى شي چې د تاوتریخوالي فرهنګ د سولې او ثبات په فرهنګ بدل کړي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن