کندهار (پژواک، ۵ مرغومی ۹۸): چارواکي وايي چې د کندهار د دهلې بند د پراختیا چارې ګړندۍ شوي او ډېر ژر به یې عملي چارې پيل شي.
په دې لړ کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یو ټیم په ساحه کې د دغې پروژې اړوند تر استملاک لاندې ځمکو د تصفیې چارې هم پیل کړې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال الماس زاخېلوال پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار د دهلې بند د پراختیا کارونه چټک شوي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره ښه خبر دی.
هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د دغه بند د پراختیا اړوند د تفصیلي ډیزان او څارنې لپاره د مشورتي شرکت د ګومارنې تدارکاتي پروسه پيل شوې او ژر به اعلان ته وسپارل شي.
دی وايي، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د یوه ټیم په مرسته په ساحه کې د دغې پروژې اړوند تر استملاک لاندې ځمکو د تصفیې چارې هم پیل شوي چې په ښه توګه روانې دي.
د نوموړي په خبره، د پروژې له پلي کېدو سره به د دغه بند دېوالونه ۱۳،۶ متره لوړ شي چې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا به یې له ۲۸۸ میلیونه متره مکعبه څخه ۷۸۲ میلیونه متره مکعبه ته لوړه شي او د دې تر څنګ به د ۳۰ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا هم ولري.
هغه زیاتوي، په دې توګه به دغه بند د دغه ولایت د ۸۱ زره هکتاره ځمکو او باغونو د خړوبولو جوګه شي.
په دې وروستیو کې د دهلې بند د پراختیا او ځمکو د استملاک په موخه یو پلاوی له کابل څخه کندهار ته راغلی و چې له چارواکو او د سیمې له مخورو سره یې پر اړوندو مسایلو خبرې کړې وې.
په دې اړه د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د دهلې بند د پراختیا پروژې اړوند د ځمکو د استملاک په موخه اسیايي بانک تېر کال سروې کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن