ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار خلکو پر دايمي اوربند او د بين الافغاني مذاکراتو پر ژر پيلېدو ټينګار وکړ

د کندهار خلکو پر دايمي اوربند او د بين الافغاني مذاکراتو پر ژر پيلېدو ټينګار وکړ

author avatar
1 Mar 2020 - 16:37
د کندهار خلکو پر دايمي اوربند او د بين الافغاني مذاکراتو پر ژر پيلېدو ټينګار وکړ
author avatar
1 Mar 2020 - 16:37

کندهار (پژواک،۱۱ کب ۹۸): د کندهار قومي مشرانو د یوې غونډې له لارې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د لاسلیکېدو هرکلی وکړی او دا یې په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره لوی ګام یاد کړی دی.

هغوی ضمناً له طالبانو د دایمي اوربند او بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه.

په دې غونده کې د کندهار ولایتي شورا غړو، قومي مخورو او سلګونو عامو وګړو او ښځو ګډون کړی وو.

غونډې ته د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره مهم ګام دی.

هغه له دواړو لورو د دغه تړون پر پلي کېدو ټینګار وکړ څو له مخې یې ژر بین الافغاني خبرې پیل شي او په هېواد کې تلپاتې سولې ته لار هواره شي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د سولې په هڅو کې دې ولس ته ارزښت ورکړل شي او ولس هم باید نور غلی و نه اوسي او خپل غږ پورته کړي.

هغه دا امکانات رد کړل چې ګواکې د هېواد ټول واک او حکومت به طالبانو ته سپارل کېږي.

د ده په خبره، د سولې معنا دا ده چې ټول پر یوه ټغر کښېني او په حکومت کې ټول برخه او حضور ولري.

هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د بین الافغاني مذاکراتو په بریالیتوب کې هم مرسته وکړي.

د ارغنداب ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي شاه محمد احمدي هم د امریکا او طالبانو د سولې د تړون هر کلی وکړ او دغه هڅه یې د سولې د لومړي ګام په توګه یاده کړه.

ده وویل، کلونه کېږي افغانان په خپل منځ کې سره وژني او نور د دوی په منځ کې خپله نیابتي جګړه مخ ته وړي.

نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د بین الافغاني خبرو لپاره دې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ کمېسیون وټاکي څو له ټولو سیاسي مشرانو سره په مشوره دغه بهیر په بریالیتوب مخ ته لاړ شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.