کندهار (پژواک،۱۱ کب ۹۸): د کندهار قومي مشرانو د یوې غونډې له لارې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د لاسلیکېدو هرکلی وکړی او دا یې په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره لوی ګام یاد کړی دی.
هغوی ضمناً له طالبانو د دایمي اوربند او بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه.
په دې غونده کې د کندهار ولایتي شورا غړو، قومي مخورو او سلګونو عامو وګړو او ښځو ګډون کړی وو.
غونډې ته د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره مهم ګام دی.
هغه له دواړو لورو د دغه تړون پر پلي کېدو ټینګار وکړ څو له مخې یې ژر بین الافغاني خبرې پیل شي او په هېواد کې تلپاتې سولې ته لار هواره شي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې د سولې په هڅو کې دې ولس ته ارزښت ورکړل شي او ولس هم باید نور غلی و نه اوسي او خپل غږ پورته کړي.
هغه دا امکانات رد کړل چې ګواکې د هېواد ټول واک او حکومت به طالبانو ته سپارل کېږي.
د ده په خبره، د سولې معنا دا ده چې ټول پر یوه ټغر کښېني او په حکومت کې ټول برخه او حضور ولري.
هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د بین الافغاني مذاکراتو په بریالیتوب کې هم مرسته وکړي.
د ارغنداب ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي شاه محمد احمدي هم د امریکا او طالبانو د سولې د تړون هر کلی وکړ او دغه هڅه یې د سولې د لومړي ګام په توګه یاده کړه.
ده وویل، کلونه کېږي افغانان په خپل منځ کې سره وژني او نور د دوی په منځ کې خپله نیابتي جګړه مخ ته وړي.
نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د بین الافغاني خبرو لپاره دې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ کمېسیون وټاکي څو له ټولو سیاسي مشرانو سره په مشوره دغه بهیر په بریالیتوب مخ ته لاړ شي.
د څانګې په نوم یوې مېرمنې هم له طالبانو غوښتنه وکړه، لکه څنګه چې یې له امریکایانو سره جګړه پای ته ورسوله دغسې دې له خپلو افغانانو وروڼو سره هم جګړه پای ته ورسوي.
دې وویل، جګړې تر بل هر چا ډېر زیان ښځو ته اړولی او هغوی په کې خپل اولادونه او خاوندان له لاسه ورکړي او بدمرغه شوي دي.
مدني فعال بسم الله وطندوست وویل، مشران دې له خپلو شخصي ګټو تېر شي او د خلکو او ملي ګټو په خاطر دې سولې ته لومړیتوب ورکړي.
ده وویل له امریکا سره له تړون وروسته د جګړې دوام په هیڅ توګه نه شي توجیه کېدای.
غونډې ته یو شمېر دیني عالمانو او نورو مشرانو هم ویناوې وکړې او ټولو د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې ملاتړ وکړ.
خو غوښتنه یې کوله چې دغه تړون باید په هېواد کې اوربند او تلپاتې سولې ته لار برابره کړي.
د غونډې په پای کې پرېکړه لیک هم وړاندې شو چې په کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون هرکلی شوی و او دا په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره یو فرصت ګڼل شوی و.
په پرېکړه لیک کې راغلي وو چې د سولې بهیر دې د حکومت له خوا نه انحصار کېږي او ولس ته دې په کې ډېره ونډه ورکړل شي.
په یاد شوي پرېکړه لیک کې پر طالبانو غږ شوی و چې د سولې لپاره ملي اراده وښيي او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره چټک ګامونه واخلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









