ژبه

صدیقي:د حسن نیت له مخې د طالب بندیانو د خوشي کېدو لړۍ پیلیږي

توسط احمد صهیب حسرت

مارچ 11, 2020 - 5:40 pm

Views: 61

کابل (پژواک،۲۱ کب ٩٨): د ولسمشر ویاند وايي، د حسن نیت له مخې د طالب بندیانو د خوشي کېدو لړۍ پیلیږي، خو که پر مهال یې طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي، دغه بهیر به ودرول شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د کب په لسمه لاسلیک شو. په تړون کې راغلي چې د سولې د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې به ۵۰۰۰ تنه طالب بندیان او زر تنه د دولت بندیان خوشي شي.

ولسمشر محمد اشرف غني لومړی له دغې هوکړې سره مخالفت وکړ، خو تېره ورځ يې په دې اړه فرمان صادر کړ. 

په فرمان کې راغلي چې په لومړي پړاو کې به د پروان له زندانه یو نیم زر طالب بندیان د حسن نیت له مخې خوشي شي او دغه چاره به د کب په ۲۴مه پیل شي.

په فرمان کې راغلي چې خوشي کېدونکي طالب بندیان به ژمنه کوي چې د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان دولت د طالبانو بندیان د ښه نیت په موخه خوشي کوي، او طالبان باید پوه شي چې بندیان له ضمانت پرته نه خوشي کیږي.

د ده په خبره، د طالب بندیانو له خوشي کېدو سره باید تاوتريخوالی کم شي او دا ضمانت هم و اوسي چې د دوی د خوشي کېدو په بدل کې به امنیت ته ګواښ نه پېښېږي.

ده وویل، که چیرې په دغه وخت کې تاوتریخوالې کم نه شي نو د طالب بندیانو د خوشي کېدو بهیر به ودرول شي.

ده وویل:« په طالبانو باندی باور کول سخت کار دی؛ ځکه چې اوس مهال هم د هغوی تاوتریخوالي دوام لري او امنیتي ځواکونه د دفاع په حال کې دي.»

د صدیقي په وینا، که چیرې طالبان خپلو تاوتریخوالې ته دوام ورکړي نو امنیتي ځواکونه به هم ورته ځواب ورکړي.

د ولسمشر ویاند، د بین الافغاني خبرو د کسانو نوملړ په اړه وويل چې په دې اړه يې له ټولو خواوو سره خبرې کړې دي او ډېر ژر به یې کار بشپړ شي.

ده زیاته کړه:« موږ د ټولو سیاسیونو او نورو مشرانو سره خبرې کړې دي، خو د څو کسانو ځواب ته په تمه  يو هغوى کېدای شي نن یا هم تر سبا پورې له موږ سره خبرې وکړي نو وروسته له هغه دغه لېست له خلکو سره شریک کړو.»

login or register a new account.