منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې له طالبانو سره د اړیکو په تړاو ۲۰ کسان نیول شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

 

خوست ښار (پژواک، ۲۳ غويی ۹۹): چارواکي په خوست کې له وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور د شلو کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دغه کسان چې د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې د ملي امنيت منسوبينو له خوا د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي، نن د (غويي ۲۳مه) د يوه خبري کنفرانس پر مهال رسنيو ته وښودل شول.

د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان کنفرانس ته وويل، په نيول شوو کسانو کې ۹ کسان د ماين خښولو، ۶ کسان له حقاني شبکې سره په تړاو، دوه د هدفي وژنو او دوه نور کوم خارجي هېواد ته د جاسوسۍ په تور نيولي شوي.

پټان په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د دغو کسانو په نیول کېدو سره به تر يوه بريده په دغه ولايت کې د ورانکارو کړنو مخه ونيول شي.

وسله والو طالبانو د يادو کسانو د نيول کېدو په اړه رسنيو ته تر اوسه کوم څه نه دي ويلي.

د یو بل خبر له مخې، په خوست کې د‌ يوې بلې بمي چاودنې له امله درې پولیس ټپيان شوي دي.

 د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل حیدر پژواک ته وویل، دغه چاودنه نيم ساعت وړاندې د‌ ښار لوېديځه برخه کې ميخانيکي انسټیټيوټ ته څېرمه د‌ پوليسو پر رينجر موټر شوې ده.

هغه وایي، چاودېدونکي توکي د سړک غاړې په ګلدان کې ځای پر ځای شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه