کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹) : د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور ښار یوتن چې ویل کیږي د افغانستان اصلي اوسېدونکی دی، پولیسو تر وهلو ډبولو وروسته بربنډ کړی، ویډیو یې ترې اخیستې او په ټولنیزو شبکو کې یې خپره کړې ده.
د امریکا غږ ډیوې راډیو د راپور له مخې، دغه ځوان عامر نومیږي او د پېښور ښار تاکال سیمې کې اوسیږي.
په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې د تاکال د پولیسو د پوستې له خوا نوموړی ځوان په دې جرم چې ګوندې پولیسو ته یې بد رد ویلي، نیول کیږي، بیا یې وهي ډبوي او د بدن ځینې برخې یې بربنډوي.
په ټولنیزو رسنیو کې ددې ویډیو تر خپرېدو وروسته د پښتونخوا پر پولیسو نیوکې ډېرې شوې چې په غبرګون کې یې د پېښور د پولیسو مشر د تاکال د پولیسو تاڼې د پولیسو درې مسوولین له دندې لرې کړل.
بلخوا د تاکال پر پولیسو چې کومه رسمي دولتي عریضه شوې، په هغې کې لیکل شوي چې د تاکال سیمې اوسېدونکی عامر چې د پولیسو له خوا ورسره زور زیاتی شوی، هغه د افغانستان اوسېدونکی دی.
بلخوا پر دې پېښې بېلا بېلو خلکو کلک غبرګونونه ښودلي دي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر په ټویټر کې ددې پېښې غندنه کړې او د پولیسو کړنه یې د انسانیت پر مخ تور داغ ګڼلې ده.
دپېښور د پولیسو مشر یا ایس ایس پيظهور اپریدي ویلي چې د تاکال تاڼې ایس ایچ او شهریار دندې یې ځنډولي دي، دوه پولیس یې نیولي او قضیه تر څېړنې لاندې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










