ژبه

خیبرپښتونخوا کې اته افغان کډوال په خپلمنځي شخړه کې وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۹۹): د خيبر پښتونخوا په هريپور سيمه کې د پيسو پر سر په رامنځته شوې شخړه کې اته افغان کډوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. 

د پېښې د قربانيانو ګاونډي نقيب الله همدم پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه شخړه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې  د هريپور اړوند  په کالاباغ  سيمه کې رامنځته شوه.

د هغه د معلوماتو له مخې، په شخړه کې اته تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دی. ده وویل چې شپږ ټپي شوي کسان د هريپور سيول روغتون ته لېږدول شوي دي.

دی وایي، چې دواړو لوریو لومړی له چاقوانو کار اخيستی او بیا یې پر یو بل ډزې هم کړې دي.

هغه زياتوي چې د دغې پېښې اصلي علت معلوم نه دی، خو ويل کيږي چې شخړه د کرونا ویروس د ځپلو په موخه د مرسته شویو پیسو په سر شوې ده.

login or register a new account.