ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له جګړې ځپلو مېرمنو څخه سوله کې د نظر اخيستو لړۍ پيل شوه

له جګړې ځپلو مېرمنو څخه سوله کې د نظر اخيستو لړۍ پيل شوه

author avatar
26 Aug 2020 - 14:55
له جګړې ځپلو مېرمنو څخه سوله کې د نظر اخيستو لړۍ پيل شوه
author avatar
26 Aug 2020 - 14:55

جلال اباد (پژواک، ۵ وږی ۹۹):  د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري په لسو ولايتونو کې د سولې په خبرو اترو کې له جګړې ځپلو مېرمنو څخه د نظر اخيستو لړۍ پيل شوه.

دغه لړۍ د وږي په ۵مه له ننګرهار ولايت څخه پيل شوه چې په درېيو ورځو کې به د دغه ولايت د جګړه ځپلو ولسواليو هغه مېرمنې چې جګړو کې کونډې او بورې شوې دي، د سولې په اړه خپل نظريات شريک کړي.

مسوولين وايي، ياد پروګرام په هغو لسو ولايتونو کې پلی کېږي چې جګړو ډېر ځپلي او هره مېرمن يا کونډه شوې او يا يې هم جګړې اولادونه ترې اخيستي دي.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازي او د دې پروګرام مشر عبدالمعيد هاشمي پژواک اژانس ته وويل، چې له دې پروګرام څخه موخه د جګړې په اړه د قرباني مېرمنو د نظر اخيستل او د سولې خبرو کې همدغو نظرياتو ته ځای ورکول دي.

دی وايي، نن يې د ننګرهار د نهو جګړه ځپلو ولسواليو سل تنه مېرمنې او د هغوی د کورنۍ نارينه غړي راغوښتي چې خپل نظريات شريک کړي.

هغه زياته کړه: ((د پروګرام موخې د قطر په مذاکراتو کې د ښځو ونډه، ددغو مذاکراتو په تړاو د دوی اندېښنې او د سولې مذاکراتو په تړاو د دوی وړانديزونه اخيستل دي چې لسو ولايتونو کې به دا چاره ترسره شي.))

د غونډې ګډونوالې مېرمنې وايي، د جګړو له امله يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، خو اوس ځکه سولې ته لېواله دي چې نورې ميندې بورې او ښځې کونډې نه شي.

نياز بي بي د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکې ده او داعش وسله والو يې ۶ اولادونه وژلي چې اوس ورته په کور کې شپږ کونډې او لسګونه يتيمان ناست دي.

هغې زياته کړه، د دغو ټولو يتيمانو وينه به وبښي، خو که په هېواد کې دايمي سوله راشي او نورې کورنۍ د دوی د کور په څېر بې سرپرسته نه شي.

خو ليلما چې په خبره يې سختو شرايطو کې زده کړې کړي او اوس دنده هم لري غوښتنه يې دا ده چې د سولې مذاکراتو کې دې د ښځو د زده کړو او کار حق نه قرباني کېږي.

د ننګرهار ولايت مرستياله حبيبه کاکړ بيا وايي، د دغه پروګرام يوه بله موخه دا ده چې د پروګرام ګډونوالې مېرمنې د سولې په ارزښت پوه شي او بيا هغوی په خپلو سيمو کې نورو مېرمنو ته د سولې د  ګټو په اړه خبرې وکړي.

مېرمن کاکړ هيله منده ده، دا چاره به د دې لامل شي چې مېرمنې د سولې په ارزښت پوهه شي او نور خپل نارينه هغه که اولادونه دي او يا خاوندان جګړو ته پرې نږدي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.