کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۳): د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د سزا معافیت پای ته رسولو نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ویلي، په نړۍ کې له خبریالانو سره د «تاوتریخوالي او وژنو ۹۰ سلنه» پېښې بې سزا پاتې کېږي.

نن د ۲۰۲۴ کال د نوامبر دویمه چې د ۱۴۰۳ کال د لړم له ۱۲ سره برابره ده، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د سزا معافیت پای ته رسولو نړۍواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په نړۍ کې د خبریالانو د «وژنې» له لسو قضیو څخه نهه یې نه څېړل کېږي او سزا نه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړې: «سزا نه ورکول د تاوتریخوالي ډېرېدو لامل کېږي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې دا وضعیت باید بدل شي.

ورته مهال، ګوترېش د نړۍ پر حکومتونو غږ کړی چې هر ځای کې د «خبریالانو د ساتنې، د هغوی پر وړاندې جرمونو د پلټلو او عاملین يې د عدالت منګولو ته د سپارلو» لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي.