کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۹۹): ولسمشر غني وايي، دولت د افغانستان په هره نقطه کې د صنعت د پراختیا ملاتړی دی او ټولو پانګوالو او تولیدوونکو ته اسانتیاوې برابرېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې د چهارچنار ماڼۍ مخې ته په هغې غونډه کې وکړې چې د محمدامین نور کمپنۍ د موټرو او افغان پاور بټریو بېلابېلې نمونې یې له نږدې ولیدې.
ولسمشر د محمد امین نور شرکت مسوول ته سپارښتنه وکړه چې د زړو بټریو د پروسس په ګډون په خپلو تولیداتو کې باید چاپېریال ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه وویل: "د خوښۍ ځای دی چې نن موږ د یو ژمن افغان د پانګونې او له لمریزې انرژۍ د استفادې شاهدان یو او د دوی پر وړاندې حقوقي مسایل به ژر حل شي."
د محمد امین نور کمپنۍ مسوول ولسمشر ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، دوی لس ډوله بېلابېل برېښنایي او پټرولي موټر تولیدوي چې تر ۴۵۰ کیلوګرام پورې وزن لېږدولی شي.
هغه وویل، د دغو موټرو پرزې له چین څخه راوړل کېږي، مګر د ډیزاین او باډۍ جوړولو چارې یې په هېواد کې دننه ترسره کېږي او د دولت د ملاتړ په صورت کې به یې تولیدات او کاري زمینې زیاتې شي.
په نننۍ غونډه کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې عمومي رییس احمد وفي امین ویل، د ارګ په دننه کې هغه موټر یې چې له یادې کمپنۍ پېرلي، کیفیت یې ښه و.
دی وايي، په ارګ کې به د ګټې اخیستنې لپاره د اړتیا وړ نور موټر هم په مناسبه بیه له دوی څخه وپېري؛ ځکه چې غږ او لوګی نه لري.
login or register a new account.