خوست ښار (پژواک، ۱۹ وږی ۹۹): د خوست لسګونه ديني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې غړو د يوې غونډې پرمهال په جنګ کې له ښکېلو ډلو په ځانګړي ډول له وسله والو طالبانو د اوربند او بين الافغاني مذاکراتو د ژر پيل غوښتنه وکړه.
دا غونډه چې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو رياست له خوا جوړه شوې وه، ويناوالو په خپلو خبرو کې ډېر ټينګار د جګړې پر درېدو وکړ.
د دوی په وينا، د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره د طالبانو هغه مهم شرط چې له بنده د څلور سوه بنديانو خلاصول و هم پوره شوی، نو اوس په کار ده چې لومړی اوربند او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل کړي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ رييس نيازمحمد اميري وويل، د جکړې په درېدو او د سولې او اوربند په راتلو کې د قومونو رول ډېر مهم او اړين دی.
د هغه په وينا، په همدې موخه يې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د قومي مشرانو او سپين ږيرو غونډې پيل کړي، څو د سولې په برخه کې کوټلي ګامونه واخيستل شي.
اميري وايي: ((د سولې کومې خبرې چې روانې دي په دې کې مو ځانګړې توجه غواړو. مخالفينو ته د دښمن خطاب نه کوو، بل نه ورته کوو، له هر څه نه سره تېر شوي يو. راځئ چې د سولې لپاره هلې ځلې وکړو.))
د غونډې يوتن ګډونوال مولوي محمدعارف عرفان وويل،چې تېرې څلوېښت کلنې جګړې افغان ولس ته ډېر کړاو رسولی او نور توان نه لري، چې د پرديو په لمسون د افغانانو ترمنځ پيل شوې جګړه وزغمي.
نوموړي په جګړه کې له ښکېلو غاړو په ځانګړي دول له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه، څو ژر تر ژر بين الافغاني مذاکرات پيل او افغانان د سولې له نعمت څخه خوند واخلي.
هغه پر افغان دولت هم غږ وکړ چې ټولې هغه غوښتنې چې طالبان يې له دوی څخه لري او له اسلام سره په ټکر کې نه وي، ومني.
دی زياتوي: ((له جګړې څخه ستړي يو، د افغان ملت خاوره سوله غواړي، ولس سوله غواړي، هر پرمختګ سوله کې دی. که موږ سوله ولرو، خپله اداره به کنټرول کړو. دواړه غاړې بايد نور اوربند وکړي.))
د قاضي احمد ببرکزي په نوم يوتن قومي مشر دغې غونډې ته وويل، د جنګ دواړو غاړو که طالب دی که افغان حکومت د سولې د راتګ لپاره يې يو ښه فرصت ترلاسه کړی دی.
نوموړی وايي، روانه جګړه د سيمې استخباراتي شبکو د خپلو ګټو لپاره پيل کړې او په وينا، يې که ښکېلې خواوې يې د کابو کولو هڅه ونه کړي، اندېښنه دا ده چې څلوېښت کاله به نور هم افغانان په جګړه کې تېروي.
نوموړى وايي: ((زه هغو افغانانو ته هم وايم او دغو افغانانو ته هم وايم، چې مه د احمد منه او مه د محمود، ته افغان يې، زه افغان يم. راشه په دې ټغر راسره کېنه، څه غوښتنې چې د شريعت، قانون او د ولس مطابق لرې، زه يې قبلوم او څه غوښتنې چې زه په همدې معيار لرم، ته يې هم قبولې کړه.))
د يادې غونډې بل ګډونوال او د قومونو پيوستون شورا مشر سيدکريم خاکسار بيا وويل، که چېرې وسله وال طالبان اوربند ونه کړي، نو د جنګ دوام به د سولې روانه پروسه چې ظاهراً يې پايلې مثبتې برېښي، له خطر سره مخ کړي.
نوموړي زياته کړه: ((لومړی اوربند کيږي بيا سوله. نو زما له طالبانو وروڼو څخه دا غوښتنه ده چې تاسې ددغه هېواد ياست او ټول افغاني کلتورونه درته معلوم دي راشئ چې اول اوربند وشي او ددغه ديني عالمانو او قومي مشرانو پر مټ خپلې غوښتنې شريکړې کړئ.))
د خوست دغه قومي مشران او ديني عالمان داسې مهال له ښکېلو ډلو د اوربند او بين الافغاني مذاکراتو د پيل غوښتنه کوي، چې تازه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا برادر، د قطر د بهرنيو چارو له وزير او زلمي خليلزاد سره د بنديانو پروسې د ژر بشپړيدو په اړه خبرې کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










