پل علم (پژواک، ٢٠ وږى ٩٩): د لوګر چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس او منشي د وسله والو طالبانو له بريده روغ وتلي دي.
د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي د وږي په ٢٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د محمد اغې ولسوالۍ په تنګي واغجان سيمه کې وسله والو طالبانو يې پر موټرو ډزې کړې دي.
دى وايي: ((د ولايتي شورا منشي عدالت عبدالرحيمزى هم راسره و، طالبانو را باندې ډزې وکړې، موږ بچ يو خو موټر څو ډزه لګېدلى دى.))
دغه راز د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي هم پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا د رييس پر موټر طالبانو ډزې کړي، خو په دغه پېښه چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دى زياتوي چې امنيتي ارګانونو د يادې پېښې په تړاو پلټنې پيل کړې دي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP