جلال اباد (پژواک، ۲ تله ۹۹): د ننګرهار کانال اداره وايي، بېوزله مېرمنو ته د کارموندنې او د نورو هېوادونو له احتياج څخه د خلاصون په موخه يې د لومړي ځل لپاره د دغې ادارې اړوند ۶۰ جريبه ځمکه باندې د پنبې فصل کرلی دی.
دوی وايي، ياد فصل اوس حاصل ته رسېدلی چې د ښځو په مرسته يې د حاصلاتو را ټولولو کار پيل شوی دی.
د کانال اداره وايي، د دغې چارې موخه دا ده چې هم په خپل هېواد کې د مالوچو حاصل زيات شي او هم هغه بېوزله او کونډې مېرمنې په لنډمهاله کار بوختې شي چې د کورنۍ د ګټې وټې يې څوک نشته دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، دا چاره په امتحاني ډول شوې او پلان کې ده چې را روان کال دا لړۍ پراخه او خلک د کوکنارو د کښت او کوکنارو کروندو کې د ورځ مزدورۍ پرځای په حلالو کښتونو کې بوخت شي.
د ننګرهار کانال ادارې د لومړي فارم امر انجنير سيداغا مياخېل د تلې په ۲ مه پژواک اژانس ته وويل، دوی سږکال د کانال ادارې اړوند د لومړي فارم په ۶۰ جريبه ځمکه باندې د پنبې فصل کرلی دی.
ده زياته کړه، پنبه حاصل ته رسېدلې چې مالوچ به يې بازار کې د کورونو د ګټې اخيستنې په موخه وپلورل شي او له دانو به يې تېل او کنجاړه جوړه شي چې کنجاړه يې هم د کانال اړوند د مالدارۍ فارم کې څارويو ته ورکول کېږي.
نوموړی زياتوي، پنبه په ازمايښتي بڼه کرل شوې چې موخه يې بېوزله مېرمنو ته کارموندنه او دغه راز د کورنيو حاصلاتو لوړوالی دی.
دی وايي: ((همدا اوس موږ سره د پنبې راټولولو کې تر ۲۵ ښځې کار کوي، د دې ترڅنګ ماشومان او سپين ږيري هم شته چې ټولو ته ورځ مزدوري ورکول کېږي، موخه مو دا ده چې دغو زياترو خلکو به پخوا د کوکنارو په پټيو کې ورځ مزدوري کوله نو اوس مو له هغې چارې منع کړي او دلته کار کوي.))
د انجنير مياخېل په وينا، تر دې وروسته پلان دی چې د کانال په نورو سلګونه جريبه ځمکه باندې هم د پنبې فصل ورکرل شي او کروندګرو ته وښودل شي چې د کوکنارو پر ځای دا ډول حلال فصلونه وکري.
د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اوسېدونکې نجيبه چې خپله هم کونډه ده او کونډه نګور او يتيم لمسيان هم ورترغاړې دي وايي، پخوا يې له مجبورې په چپرهار ولسوالۍ کې د کوکنارو په پټيو کې هم کار کړی خو اوس چې ورته دلته د مزدورۍ زمينه برابره شوې له پخوا ډېره راحته ده.
هغې پژواک سره خبرو کې غوښتنه وکړه چې دا ډول کارونو ترڅنګ دې حکومت توليدي فابريکې هم جوړې کړي چې خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
د حبيب الله په نوم يو سپين ږيری چې د پنبې په دغه کرونده کې يې کار کاوه پژواک سره خبرو کې وويل، پخوا له بې روزګارۍ ډېر کړېده ځکه سپين ږیری و، چا ورته کار نه ورکاوه خو اوس که څه هم ورځ مزدوري لږه ده خو د بل له احتياجۍ يې خلاص کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن