ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو سرمنشي: راتلونکې څو مياشتې د افغانستان لپاره مهمې دي

د ناټو سرمنشي: راتلونکې څو مياشتې د افغانستان لپاره مهمې دي

author avatar
24 Oct 2020 - 18:03
د ناټو سرمنشي: راتلونکې څو مياشتې د افغانستان لپاره مهمې دي
author avatar
24 Oct 2020 - 18:03

کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٩): د ناټو سرمنشي وايي، په افغانستان کې د سرتېرو شمېر کمولو په تړاو پرېکړه به د افغانستان حالاتو او له طالبان سره د دوحې تړون د ژمنو عملي کېدو ته په پام سره کېږي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون ناوخته د دغه سازمان د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پاى کې يوې خبري ناستې ته وکړې.

د ناټو د دفاع وزيرانو کنفرانس د ويډيو له لارې د پنجشنبې په ورځ پيل شو او پرون جمعه پاى ته ورسېد چې د ناټو د اړوندو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان او عراق کې د دغه سازمان ماموريتونه هم و ارزول شول، دغه راز د افغانستان سولې پر پروسې هم خبرې وشوې.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، سازمان او ټول متحدين يې ژمنه او پرېکړه کړې چې په افغانستان کې يې شتون مشروط دى.

هغه زياته کړه چې د افغانستان د سولې پروسې له مخې، ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړی، خو په راتلونکي کې د نورو سرتېرو شمېر کمولو په تړاو پرېکړه به د افغانستان حالاتو او دا چې طالبان د دوحې تړون ژمنو عملي کولو سره مشروط دي، کېږي.

سټولټنبرګ وايي، ټولو متحدينو د دوحې د تړون هرکلى کړى او په قطر کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ او هرکلى کوي.

د ناټو سرمنشي وويل: "موږ ګورو او څارو چې طالبان خپلې ژمنې عملي کوي که نه، چې په کې د تاوتريخوالي کمول او يو دوامدار اوربند ته لاره هوارول دي."

هغه زياته کړه چې له القاعدې او نورو نړيوالو ترهګرو سره د اړيکو پرېکون هم د دوحې تړون په شرايطو کې شامل دي چې طالبانو يې په اړه ژمنې کړې دي.

د نوموړي په وينا، ناټو پر امريکا د سپټمبر ١١مې له بريدونو وروسته افغانستان ته د دې لپاره تللې وه چې دغه هېواد له نړيوالو ترهګرو خوندي کړي.

سټولټنبرګ وايي چې ناټو په افغانستان کې په ټولنيزو، اقتصادي، بشري حقونو، د ښځو حقونو، رسنيو ازادۍ او نورو برخو کې د تېرو ١٩ کلونو لاسته راوړنو ساتل هم غواړي.

د هغه په وينا، د دغو ټولو کارونو له ارزونې وروسته به د ناټو سازمان په افغانستان کې د خپل راتلونکي په اړه په ګډه پرېکړه کوي.

د ناټو سرمنشي دغه راز وويل چې دوى د خپلو هېوادونو د ملي ګټو لپاره هم په افغانستان کې دي، که چېرې نړيوال ترهګر يو ځل بيا په افغانستان کې ځاى پيدا او روزنيز مرکزونه جوړ کړي، نو يو ځل بيا به پر متحدو هېوادونو بريدونه ترسره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.