منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۲ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ناټو سرمنشي: راتلونکې څو مياشتې د افغانستان لپاره مهمې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٩): د ناټو سرمنشي وايي، په افغانستان کې د سرتېرو شمېر کمولو په تړاو پرېکړه به د افغانستان حالاتو او له طالبان سره د دوحې تړون د ژمنو عملي کېدو ته په پام سره کېږي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون ناوخته د دغه سازمان د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پاى کې يوې خبري ناستې ته وکړې.

د ناټو د دفاع وزيرانو کنفرانس د ويډيو له لارې د پنجشنبې په ورځ پيل شو او پرون جمعه پاى ته ورسېد چې د ناټو د اړوندو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان او عراق کې د دغه سازمان ماموريتونه هم و ارزول شول، دغه راز د افغانستان سولې پر پروسې هم خبرې وشوې.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، سازمان او ټول متحدين يې ژمنه او پرېکړه کړې چې په افغانستان کې يې شتون مشروط دى.

هغه زياته کړه چې د افغانستان د سولې پروسې له مخې، ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړی، خو په راتلونکي کې د نورو سرتېرو شمېر کمولو په تړاو پرېکړه به د افغانستان حالاتو او دا چې طالبان د دوحې تړون ژمنو عملي کولو سره مشروط دي، کېږي.

سټولټنبرګ وايي، ټولو متحدينو د دوحې د تړون هرکلى کړى او په قطر کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ او هرکلى کوي.

د ناټو سرمنشي وويل: "موږ ګورو او څارو چې طالبان خپلې ژمنې عملي کوي که نه، چې په کې د تاوتريخوالي کمول او يو دوامدار اوربند ته لاره هوارول دي."

هغه زياته کړه چې له القاعدې او نورو نړيوالو ترهګرو سره د اړيکو پرېکون هم د دوحې تړون په شرايطو کې شامل دي چې طالبانو يې په اړه ژمنې کړې دي.

د نوموړي په وينا، ناټو پر امريکا د سپټمبر ١١مې له بريدونو وروسته افغانستان ته د دې لپاره تللې وه چې دغه هېواد له نړيوالو ترهګرو خوندي کړي.

سټولټنبرګ وايي چې ناټو په افغانستان کې په ټولنيزو، اقتصادي، بشري حقونو، د ښځو حقونو، رسنيو ازادۍ او نورو برخو کې د تېرو ١٩ کلونو لاسته راوړنو ساتل هم غواړي.

د هغه په وينا، د دغو ټولو کارونو له ارزونې وروسته به د ناټو سازمان په افغانستان کې د خپل راتلونکي په اړه په ګډه پرېکړه کوي.

د ناټو سرمنشي دغه راز وويل چې دوى د خپلو هېوادونو د ملي ګټو لپاره هم په افغانستان کې دي، که چېرې نړيوال ترهګر يو ځل بيا په افغانستان کې ځاى پيدا او روزنيز مرکزونه جوړ کړي، نو يو ځل بيا به پر متحدو هېوادونو بريدونه ترسره کوي.

هغه د افغان سولې پروسې په تړاو وويل چې له دوو لسيزو وروسته افغان حکومت او طالبان پر يوه مېز سره کېناستل چې يو ښه پرمختګ دى.

سټولټنبرګ وايي چې د سولې پروسې سخته وي او پر وړاندې يې موانع هم جوړېږي څو يوه ښه نتيجه ترلاسه شي.

ده زياته کړه: "په داسې حال کې چې بين الافغاني مذاکرات روان دي، موږ بايد د دې پروسې ناکاميو او ناهيلو ته هم اماده و اوسو."

د هغه په وينا، دا مذاکرات په خپله د افغانانو له خوا د دوى په مشرۍ ترسره کېږي، ناټو يې يواځې ملاتړ کړى، د ورځې په پاى کې به پرېکړه په خپله افغانان کوي.

نوموړي په کندهار کې د ناټو پر يوه کاروان چاودنې ته په اشارې سره وويل چې د افغانستان حالات اوس هم خطرناک دي.

خو سرمنشي په ډاګه کړه چې ناټو او متحدين به يې په افغانستان کې د نړيوالې ترهګرۍ او د سولې لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

ده زياته کړه: ((په راتلونکو مياشتو کې به موږ په افغانستان کې دوه لاري کې ايسار پاتې شو، که چېرې له افغانستانه د وتلو پرېکړه وشوه، نو ممکن دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر مرکز بدل او د دې خطر پيدا شي چې د تېرو ٢٠ کلونو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ شي.))

سټولټنبرګ وايي چې يا به سازمان په افغانستان کې د پاتې کېدو پرېکړه کوي چې بيا به له طالبانو سره جګړې پيلېږي خو ناټو به د يوه سازمان په توګه دا ټول کارونه له نږدې څاري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست