ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ديني عالمانو او قومي مشرانو د اوربند غوښتنه وکړه

د خوست ديني عالمانو او قومي مشرانو د اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
24 Oct 2020 - 17:30
د خوست ديني عالمانو او قومي مشرانو د اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
24 Oct 2020 - 17:30

خوست ښار (پژواک، ۳ لړم ۹۹): د خوست يو شمېر ديني عالمان او قومي مشران غوښتنه کوي چې د سولې په روانو مذاکراتو په جريان کې دې دواړه خواوې اوربند وکړي.

هغوی چې نن (د لړم ۳مه) د افغان سولې مرکچي پلاوي د ملاتړ په موخه رابلل شوې غونډې ته يې خبرې کولې، وويل چې له اوربند پرته په دوحه کې د افغان سولې په باب روان مذاکرات بې پايلې دي.

دوی په خپلو خبرو کې ويل، که په جنګ کې ښکېلې خواوې، په ځانګړي وسله وال طالبان غواړي چې د سولې روانه پروسه بريالی پای ته ورسېږي، نو له هر څه مخکې دې اوربند وکړي.

د غونډې يوه ګډونوال مولوي محمدعارف عرفان وويل، دوی د افغان مرکچي پلاوي له پرېکړو ملاتړ کوي، خو له هر څه مخکې بايد دواړه خواوې په هېواد کې د سراسري اوربند پر ټينګېدو موافقه وکړي.

دی زياتوي: ((نور بايد د افغانانو په وژنو کې ګټې ونه لټوو، د دولت پر طرف هم غږ کوم او طالبانو وروڼو باندې هم غږ کوم چې اوربند وکړي، شخصي ګټو نه تېر شي، ملي ګټې ځانونو ته محترمې وګڼي، څو ستاسو نومونه د افغانستان په راتلونکي تاريخ کې په زرينو کرښو وليکل شي.))

د خوست د ديني عالمانو شورا مشر مولوي شاه محمد دې غونډې ته په خبرو کې په وسله والو طالبانو غږ وکړ، که غواړي واک ترلاسه کړي، نو جګړه دې بنده کړي.

هغه وويل تېر تاريخ ته کتو هېڅ ډله پر دې نه ده توانېدلې چې د زور له لارې پر افغانانو حکومت وکړي، نو طالبانو ته هم په کار ده چې له زور تېر شي او له نرمښته کار واخلي.

ده زياته کړه: ((د يوه عالم په حيث پر طالبانو غږ کوم چې د افغانانو په درد باندې ودردېږي او رحم پرې وکړي؛ ځکه دا زموږ ولس دی؛ ځکه که راشې په همدې ولس به باچاهي کوې.))

يوه قومي مشر سمين خان بيا د ديني عالمانو او قومي مشرانو يادې غونډې ته وويل، روانې جګړې له وژنو پرته بل هېڅ هم افغانانو ته په ميراث نه دي پرېيښي، نو له دې ناوړه پديدې د خلاصون لپاره بايد ټول لاسونه سره يو کړي.

هغه زياته کړه: ((د طالبانو په مشرانو او د افغان دولت په مشرانو غږ کوم چې نوره جګړه بس ده. له دې ناوړه جګړې لاس واخلئ، جګړه را واخلئ او په سوله يې بده کړئ. سوله سراسر خير دی. سوله د ټولو پرمختګونو مور ده.))

دې غونډې ته يو شمېر نورو ويناوالو هم په خپلو خبرو کې د جنګ پر دواړو غاړو، په ځانګړي ډول وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې په برخه کې له رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي او د سولې روانو مذاکراتو کې صادقانه مخکې لاړ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.