ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​ننګرهار کې د خونې چت لوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ  ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

​ننګرهار کې د خونې چت لوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
24 Oct 2020 - 11:44
​ننګرهار کې د خونې چت لوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ  ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
24 Oct 2020 - 11:44

جلال اباد (پژواک، ۳ لړم ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په پچيراګام ولسوالۍ کې د يوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ۳مه پژواک اژانس ته وويل، د پچيراګام ولسوالۍ په ګيره خېلو سيمه کې تېره شپه شاوخوا درې بجې د کيمياګل په نوم د يوه کس د کور د خونې چت لوېدلی دی.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د دې کورنۍ څلور غړي مړه او درې ټپیان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې چې په پېښه کې د کيمياګل مېرمن، دوه وړې لوڼې او ماشوم زوی مړه شوي او دغه راز د نوموړي په ګډون دوه واړه زامن يې ټپيان شوي دي.

بلخوا د پچيراګام ولسوال حضرت خان خاکسار وايي، پېښه د خونې د زوړوالي له امله رامنځته شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.