جلال اباد (پژواک، ۳ لړم ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په پچيراګام ولسوالۍ کې د يوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ۳مه پژواک اژانس ته وويل، د پچيراګام ولسوالۍ په ګيره خېلو سيمه کې تېره شپه شاوخوا درې بجې د کيمياګل په نوم د يوه کس د کور د خونې چت لوېدلی دی.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د دې کورنۍ څلور غړي مړه او درې ټپیان شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې چې په پېښه کې د کيمياګل مېرمن، دوه وړې لوڼې او ماشوم زوی مړه شوي او دغه راز د نوموړي په ګډون دوه واړه زامن يې ټپيان شوي دي.
بلخوا د پچيراګام ولسوال حضرت خان خاکسار وايي، پېښه د خونې د زوړوالي له امله رامنځته شوې ده.
login or register a new account.