ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې له ۳۰۰ کیلوګرام ډېر چاودېدونکي توکي نیول شوي

پروان کې له ۳۰۰ کیلوګرام ډېر چاودېدونکي توکي نیول شوي

author avatar
25 Oct 2020 - 11:34
پروان کې له ۳۰۰ کیلوګرام ډېر چاودېدونکي توکي نیول شوي
author avatar
25 Oct 2020 - 11:34

کابل (پژواک، ۴ لړم ۹۹): د پروان امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې په درېیو جلا پېښو کې ۳۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي او د جنايي جرمونو په تور څلور کسان نیول شوي دي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې راغلي، ددغه ولایت د جبل سراج ولسوالۍ پولیسو د دې ولسوالۍ په تاجکان سیمه کې د عملیاتو په پایله کې ۱۶ بورۍ چاودېدونکي توکي چې هرې بورۍ تر ۱۸ کیلوګرام ډېر وزن درلود، نیولي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د یادو چاودېدونکو توکو (چې تور باروت نومېږي او د بوشکه يي ماینونو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي) په تور یو کس نیول شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پروان پولیسو د یوه کور د توکو د غلا په تور دوه حرفوي غله هم نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې، یاد حرفوي غله چې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ او د کابل د قره باغ اوسېدونکي دي، داسې مهال نیول شوي چې تېره شپه یې د چاریکارو ښار د اوومې پارچې اړوند سیمه کې یې د یوه کور څخه ځينې توکي غلا کول.

د پروان د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې زياته شوې، په درېیمه پېښه کې د پروان ولایت په جبل سراج ولسوالۍ کې پولیسو یو تن د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولی دی.

دغه راز ویل شوي، په جبل سراج ولسوالۍ کې د هغو ۱۹ کیلو ګرام نشه يي توکو (چرسو) د قاچاق مخه نیول شوې چې په کرولا موټر کې د هېواد له شماله کابل ته انتقالېدل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.