Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات د زلزلې یو کال پوره کېدل؛ زیانمن: اوس هم مرستو ته اړتیا لرو

د هرات د زلزلې یو کال پوره کېدل؛ زیانمن: اوس هم مرستو ته اړتیا لرو

author avatar
27 Oct 2024 - 16:17
د هرات د زلزلې یو کال پوره کېدل؛ زیانمن: اوس هم مرستو ته اړتیا لرو
author avatar
27 Oct 2024 - 16:17

هرات (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): هرات کې د مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې د یوه کال په پوره کېدو سره، زلزله‌ځپلي وايي چې لا هم ملاتړ ته اړتیا لري او موسسې او حکومتي بنسټونه باید مرستې ورسره وکړي.

د هغوی په وینا، ورکړل شوي ډېری وسایل او خوراکي توکي د ژوند له شرایطو سره برابر نه دي او نه‌ شي کولای سمه استفاده ترې وکړي او د نور ملاتړ ترڅنګ باید نغدي مرستې هم ورسره وشي.

د هرات د انجیل ولسوالۍ د بر مارخور کلي اوسېدونکی چې د تېر کال زلزلې له امله زیان ورته اوښتی وايي، ‎که ورسره کېدونکې مرستې په نغدي ډول وي نو دوی ته به ښې وي؛ ځکه کورنۍ مختلفې اړتیاوې لري او ځینې هغه کسان چې مرسته ورسره شوې، اړ کېږي څو ترلاسه کړي وسایل په نیمه بیه بېرته وپلوري او د ژوند نورې اړتیاوې پرې پوره کړي.

هغه زیاته کړه چې د ژمي په رارسېدو سره هره کورنۍ د حکومت او خلکو مرستې ته اړتیا لري او غواړي چې د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري ترسره کېدونکې مرستې په نغدي ډول وي څو وکولای شي خپلې ستونزې پرې هوارې کړي.

د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ د سیاه‌اب کلي اوسېدونکی او زلزله‌ځپلی نورګل د حکومت له لوري د کورونو جوړولو په اړه د خوښۍ په څرګندولو وايي چې د ژوند اړتیاوې یې مختلفې دي.

هغه زیاته کړه، هغه وسایل چې ورته وېشل کېږي، ښايي اړتیا یې نه وي او که د اړتیا له مخې دغه اختیار خپله دوی ته ورکړل شي، کولای شي د ژوند اړتیاوې پرې پوره کړي.

زلزله‌ځپلي دغه راز د عام‌‌المنفعه تاسیساتو لکه ښوونځیو، جوماتونو، کلینیکونو، د څښاک د اوبو څاګانو او نورو د ویجاړېدو په اړه اندېښمن دي او په دې برخه کې د مرستندویه موسسو د پاملرنې غوښتنه کوي.

هغوی وايي، په داسې حال کې چې ژمی رارسېدونکی دی، هيڅ چمتووالی ورته نه لري او له دولت او موسسو د نغدي مرستې غوښتنه کوي.

ورته مهال، هرات کې حکومتي مسوولین وايي چې د زلزلې د یو کلنۍ په درشل کې د اسلامي امارت او ټاکلي کمېسیون له لوري په دې برخه کې ډېرې هڅې شوې دي.

د هرات ولایت د زلزل‌ځپلو چارو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند او د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي احمدالله متقي پژواک خبري اژانس ته ویلي، تر اوسه د حکومت، بنسټونو او همکارو موسسو له لوري نهه زره او ۶۲۵ کورونه جوړ شوي او څه باندې اته زره کسانو ته کورونه وېشل شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې له زیانمنو کسانو سره په منظمه توګه اړینې مرستې هم شوې دي.

نوموړي د دې په څرګندولو سره چې حکومت له ټولو قشرونو، په ځانګړي ډول له زلزله‌ځپلو ملاتړ ته ژمن دی، د زیانمنو کسانو پر مخ شته خنډونو ته په اشاره زیاته کړه، د زلزلې اکثره قربانیانو ته د روحي او عاطفي روغتیا له پلوه سخت او جدي زیانونه اوښتي او دا به ډېر وخت ونیسي چې ژوند یې بېرته خپل عادي حالت ته راګرځي.

نوموړي زیاته کړه، ټاکل شوي کمېسیون تر ډېره د کورونو جوړولو برخې ته پاملرنه کړې او لامل یې هم د زیانمنو کسانو اصلي اړتیا ګڼل کېږي او اړینه ده چې عام‌المنفعه تاسسیات هم په بېلابېلو سیمو کې بیا جوړ او یا ورغول شي.

د یادونې ده چې د تېر کال د تلې په ۱۵مه هرات د یوې سختې زلزلې شاهد و چې مرکز یې زنده‌جان ولسوالۍ وه.

یاده پېښه کې څه باندې دوه زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څه کم څلور زره نو ټپيان شوي وو.

Views: 122

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.