ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان په بلخ ولايت کې له لسو زرو کورنيو د برېښنا عوايد ټولوي

طالبان په بلخ ولايت کې له لسو زرو کورنيو د برېښنا عوايد ټولوي

author avatar
26 Oct 2020 - 18:48
طالبان په بلخ ولايت کې له لسو زرو کورنيو د برېښنا عوايد ټولوي
author avatar
26 Oct 2020 - 18:48

مزارشريف ( پژواک، ۵لړم ۹۹) : د بلخ ولايت چارواکي تاييدوي، چې دغه ولايت کې له لسو زرو کورنيو څخه وسله وال طالبان د برېښنا د بېلونوعوايد ټولوي.

دغه څرګندونې د بلخ د برېښنا رييس انجنير حميدالله حميدي د لړم په ۵مه، مزارشريف کې د برېښنا د دوو جکشنونو د پرانيستې په مراسمو کې وکړې.

د حميدي په خبره، د برېښنا دغه دوه جکشنونه د ۲،۳ ميليونه يورو په ارزښت جوړ شوي، چې په جون مياشت کې يې چارې بشپړې شوې وې او اوس يې په رسمي ډول پرانيستل.

د هغه په وينا، د يادو جکشنونو په جوړېدو سره د مزار ښار په مرکزي برخو کې به د برېښنا مزي د ځمکې له لارې وغځول شي؛ چې په دې ډول به د برېښنا د ضايعاتو مخه هم ونيول شي.

نوموړي له خلکو څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ورته مهال د بلخ د برېښنا رييس تاييدوي، چې دغه ولايت کې د برېښنا له لسو زرو مشترکينو څخه طالبان عوايد ټولوي.

د هغه په وينا، طالبان په هغو سيمو کې د برېښنا د بېلونو لګښتونه ټولوي، چې د يادې ډلې تر نفوذ لاندې وي.

نوموړي زياته کړه : (( د بلخ ولسوالۍ ځينې برخې او د نهرشاهي ولسوالۍ په سياګرد سيمه کې طالبان له شاوخوا لسو زرو مشترکينو څخه عوايد ټولوي، په يادو سيمو کې د هغوی حضور شته نو ځکه زموږ کارمندان نه شي ورتلای)).

د بلخ د برېښنا رييس همدا راز وويل، چې د برېښنا له درکه په هرو دوو مياشتو کې طالبانو ته شاوخوا پنځه ميليونه افغانۍ عوايد ورځي.

له دې سره د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي هم تاييدوي، چې د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې د طالبانو له خوا د برېښنا د عوايدو ټولولو راپور ور رسېدلی دی.

هغه پژواک ته وويل، چې امنيتي مسوولينو ته به سپارښتنه وکړي؛ څو ژر تر ژره هغه سيمې تصفيه کړي، چې طالبان پرې نفوذ لري او دولتي عوايد په کې ټولوي.

د عظيمي په خبره، ولايت مقام د برېښنا شرکت له ټولو هغو پلانونو څخه ملاتړ او هر کلی کوي، چې له مخې يې مشتريانو ته خدماتي اسانتيا رامنځته کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.