کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٩) : د فنلنډ د بهرنيو چارو وزير وايي، نړيواله ټولنه به د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره په جنیوا کنفرانس کې یو ځل بیا د افغانستان له حکومت او خلکو څخه خپل پیاوړی سیاسي او مالي ملاتړ اعلان کړي.
له ارګ څخه د لړم په ٥ مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو په مشرۍ راغلي پلاوي سره نن له غرمې مخکې وکتل.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر غني د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د جنیوا راتلونکي کنفرانس د جوړولو او کوربتوب په برخه کې د فنلنډ له حکومت څخه مننه وکړه ويې ویل، فنلنډ په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان حکومت او خلکو پراخ سیاسي او مالي ملاتړ کړی.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د وروستیو ترهګريزو پېښو د قربانيانو په خاطر خپله خواشیني څرګنده او زیاته کړه، په افغانستان کې روانه وینه بهېدنه باید ختمه شي، ځکه فنلنډ او نړيواله ټولنه په افغانستان کې سولې ته هیله من دي.
هغه زیاته کړه، نړيواله ټولنه به د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره په جنیوا کنفرانس کې یو ځل بیا د افغانستان له حکومت او خلکو څخه خپل پیاوړی سیاسي او مالي ملاتړ اعلان کړي.
د نوموړي په وينا، نړيواله ټولنه په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو د خوندیتوب ترڅنګ د دغو لاسته راوړنو، د ښځو او ماشومانو د حقونو او د ولسواکۍ د ارزښتونو پیاوړیتا او خوندیتوب ته د لازیاتې پاملرنې هیله لري.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ولسمشر ته له افغانستان سره په راتلونکي کې د خپلو انکشافي مرستو د دوام ډاډ هم ورکړ.
ولسمشر غني له افغانستان څخه د نړیوالو د هراړخیز ملاتړ مننه وکړه ويې ویل : :" موږ له بین المللي ټولنې سره د ستراتېژیک مشارکت پر بنسټ د تېرو ۱۹ کلونو د پرمختګونو او لاسته راوړنو د ساتنې او پرمختګ ټینګه اراده لرو. "
هغه د ښځو حقونو ته په اشارې وویل، د دوی رول د پخوا په پرتله زیات پیاوړی شوی، د حکومت د رهبرۍ په کچه او ټولنه کې د ښځو رول بنسټیز شوی، خپل پیاوړی غږ لري او دا مهال د لازیات پرمختګ په حال کې دي.
ولسمشر د وروستیو تاوتریخواليو زیاتوالي ته په اشارې وویل، په هلمند کې د طالبانو د بریدونو له امله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې او افغان حکومت به د مسوول حکومت په توګه ورته رسېدګي وکړي.
هغه زیاته کړه، طالبان باید د سولې لپاره د افغانستان د خلکو، حکومت او بین المللي ټولنې غږ واوري او لبیک ورته ووایي.
ولسمشر ټینګار وکړ چې حکومت يې سولې ته ژمن دی .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن