جلال اباد (پژواک،۶ لړم ۹۹): د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، تېره اوونۍ يې د نشه يي توکو د قاچاق، غصب، نښتو او نورو جرمونو په تړاو ۳۰ کسان نیولي دي.
چارواکي وايي، له يادو کسانو څخه سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي، وسلې، مهمات او نقليه وسايط هم تر لاسه شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان د لړم په ۶مه پژواک اژانس ته وويل، پوليسو په تېره يوه اوونۍ کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۰ کسان نيولي چې په ډله کې يې قاتلين، د نشه يي توکو قاچاقبر، غاصبين، وسله وال غله او نور شامل دي.
دی وايي، پوليسو دا کسان په مرکز جلال اباد ښار او بېلابېلو ولسواليو کې د ځانګړو عملياتو، چيک پاينټونو او نورو فعاليتونو پرمهال نيولي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند دا هم وويل، چې د نيول شويو کسانو دوسيې څارنوالۍ ته د لا نورو څېړنو په موخه لېږل شوې دي او په لومړنيو څېړنو کې يې پر خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.
نوموړی ښار کې وروستيو نا امنيو ته په اشارې وايي، که خلک له پوليسو سره همکاري وکړي، نو د دا ډول پېښو مخنيوی به پر وخت کېږي او ستونزه به نه رامنځته کېږي.
د يادولو ده چې تر دې يوه اوونۍ وړاندې هم د ننګرهار امنيې قوماندانۍ په مختلفو سيمو کې د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تړاو د لسګونه کسانو د نيولو خبر ورکړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن