ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ملي بودجې په لګښت کې دې سيمه ييز لومړيتوبونه تشخيص شي”

“د ملي بودجې په لګښت کې دې سيمه ييز لومړيتوبونه تشخيص شي”

author avatar
7 Nov 2020 - 16:42
“د ملي بودجې په لګښت کې دې سيمه ييز لومړيتوبونه تشخيص شي”
author avatar
7 Nov 2020 - 16:42

مزارشريف (پژواک، ۱۷ لړم ۹۹): د بلخ ولايت يو شمېر ولسوالان او د ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د ملي بودجې په مصرف کې دې سيمه ييز لومړيتوبونه تشخيص شي.

دوی چې د ملي بودجې په ټاکلو کې د خلکو د ونډې په تړاو د لړم په ۱۷مه په مزارشريف کې يوه کنفرانس کې راټول شوي وو، همدا راز يې پر متوازن انکشاف هم ټينګار درلود.

د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ ولسوالۍ مېرمن سليمه مزاري وايي چې د پروژو د تطبيق برخه کې تر ټولو لوی مشکل دا دی چې د ټولنې عيني واقعيتونو په رڼا کې نه ډيزاين کېږي.

د هغې په وينا، خلکو ته ويل کېږي چې خپل لومړيتوبونه بايد له چارواکو سره شريک کړي، په داسې حال کې د دغو لومړيتوبون تشخيص ډېر اسان دی.

دې زياته کړه: ((په ولسواليو کې د خلکو اساسي مشکل د سړک، کلينيک او د څښاک د اوبو نشتوالی دی، دا هر څه روښانه دي او موږ ټول پوهېږو چې لا هم خلک له همدې اړخه له ستونزو سره مخ دي.))

د هغې په خبره، ټول خلک سړک، برق او اوبو ته ضرورت لري او حکومت بايد د ډېرو مشورو پر ځای، د يادو ستونزو د حل لپاره عملي اقدامات وکړي.

هغې په خپلو خبرو کې وويل چې حکومت هغه مهال خلکو سره د پروژو د تطبيق برخه کې مشوره کولای شي چې په وينا يې خلکو ته يې لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي وي.

نوموړې زياتوي چې په تېر مالي کال کې په چهارکنت ولسوالۍ کې دوه د سړک جوړونې او يوه د څښاک د اوبو پروژې پلي شوي چې په خبره يې دا د خلکو ستونزو ته په کتو ډېر کم خدمات دي.

د چمتال ولسوالۍ ولسوال عبدالمتين خواجه زاده بيا وايي چې وروستۍ نا امنۍ هم د دې سبب شوي چې د يو شمېر ټولګټو پروژو چارې ټکنۍ شي.

هغه پژواک ته وويل چې د جګړو په زياتېدو سره ډونران زړه نه ښه کوي چې په ولسواليو کې ټولګټ پروژې پلې کړي.

نوموړی زياتوي چې خلکو ته د خدماتو وړاندې کېدو لپاره اړينه ده چې د ولسواليو د امنيتي خونديتوب لپاره لازم ګامونه پورته کړای شي.

په دغه پروګرام کې بله نيوکه دا وه چې حکومت قرار داد شوې پروژې پر ټاکل شوي وخت نه بشپړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.