منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۲ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د ملي بودجې په لګښت کې دې سيمه ييز لومړيتوبونه تشخيص شي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۷ لړم ۹۹): د بلخ ولايت يو شمېر ولسوالان او د ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د ملي بودجې په مصرف کې دې سيمه ييز لومړيتوبونه تشخيص شي.

دوی چې د ملي بودجې په ټاکلو کې د خلکو د ونډې په تړاو د لړم په ۱۷مه په مزارشريف کې يوه کنفرانس کې راټول شوي وو، همدا راز يې پر متوازن انکشاف هم ټينګار درلود.

د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ ولسوالۍ مېرمن سليمه مزاري وايي چې د پروژو د تطبيق برخه کې تر ټولو لوی مشکل دا دی چې د ټولنې عيني واقعيتونو په رڼا کې نه ډيزاين کېږي.

د هغې په وينا، خلکو ته ويل کېږي چې خپل لومړيتوبونه بايد له چارواکو سره شريک کړي، په داسې حال کې د دغو لومړيتوبون تشخيص ډېر اسان دی.

دې زياته کړه: ((په ولسواليو کې د خلکو اساسي مشکل د سړک، کلينيک او د څښاک د اوبو نشتوالی دی، دا هر څه روښانه دي او موږ ټول پوهېږو چې لا هم خلک له همدې اړخه له ستونزو سره مخ دي.))

د هغې په خبره، ټول خلک سړک، برق او اوبو ته ضرورت لري او حکومت بايد د ډېرو مشورو پر ځای، د يادو ستونزو د حل لپاره عملي اقدامات وکړي.

هغې په خپلو خبرو کې وويل چې حکومت هغه مهال خلکو سره د پروژو د تطبيق برخه کې مشوره کولای شي چې په وينا يې خلکو ته يې لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي وي.

نوموړې زياتوي چې په تېر مالي کال کې په چهارکنت ولسوالۍ کې دوه د سړک جوړونې او يوه د څښاک د اوبو پروژې پلي شوي چې په خبره يې دا د خلکو ستونزو ته په کتو ډېر کم خدمات دي.

د چمتال ولسوالۍ ولسوال عبدالمتين خواجه زاده بيا وايي چې وروستۍ نا امنۍ هم د دې سبب شوي چې د يو شمېر ټولګټو پروژو چارې ټکنۍ شي.

هغه پژواک ته وويل چې د جګړو په زياتېدو سره ډونران زړه نه ښه کوي چې په ولسواليو کې ټولګټ پروژې پلې کړي.

نوموړی زياتوي چې خلکو ته د خدماتو وړاندې کېدو لپاره اړينه ده چې د ولسواليو د امنيتي خونديتوب لپاره لازم ګامونه پورته کړای شي.

په دغه پروګرام کې بله نيوکه دا وه چې حکومت قرار داد شوې پروژې پر ټاکل شوي وخت نه بشپړوي.

د دهدادي ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر سيد مصطفی پژواک ته وويل چې نږدې څلور کاله کېږي چې د دغې ولسوالۍ د پنځوس بستريز کلينيک قرار داد شوی؛ خو لا يې هم چارې نه دي بشپړې شوي.

د هغه په خبره، حکومت بايد پر قرار دادي شرکتونو فشار راوړي؛ څو د تړون مطابق پر خپل وخت د پروژو چارې بشپړې کړي.

مصطفی همدا راز وويل چې د دهدادي ولسوالۍ د سړک رسمي چارې هم بشپړې شوي، قرار داد يې شوی خو له يو کاله ډېر وخت وشو چې چارې يې نه دي پيل شوي.

نوموړی زياتوي چې حکومت بايد خلکو ته پر وخت او معياري خدمات وړاندې کړي؛ څو پر ښې حکومتولۍ د خلکو باور زيات شي.

د بلخ ولايت مقام د تخنيکي او سکتوري چارو رييس فرهنګ فرهنګ  پژواک ته وويل چې حکومت پلان لري څو د وخت په تېرېدو سره د بودجې جوړونې بهير کې ولايتي سهم زيات کړي.

د هغه په خبره، سږ کال حکومت له ملي بودجې پرته بلخ لپاره ۱۱۷ مليونه افغانۍ ځانګړې کړي چې د ولايتي ادارې په اختيار کې يې ورکوي.

نوموړی زياتوي چې د مرکزي حکومت سپارښتنه دا ده؛ څو دغه پيسې پر هغو ټولګټو پروژو مصرف شي چې خلک يې غوښتنه کوي.

د فرهنګ په خبره، د هرې ولسوالۍ اداره مکلفه ده چې له خلکو سره په مشورې د خپلو سيمو د ستونزو ليست جوړ او ولايت مقام سره يې شريک کړي.

د ولايت مقام سکتوري رييس وايي چې د بلخ سيمه ييزه اداره هڅه کوي څو په ټولو ولسواليو کې په متوازن ډول خپلې انکشافي پروژې پلې کړي.

د هغه په وينا روانو نا امنيو د دوی پر پراختيايي چارو کوم ځانګړی منفي اغېز نه دی کړی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد