ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«که د حقه الزحمه ښوونکو ستونزه حل نه شي خوست کې به ښوونځي وتړل شي»

«که د حقه الزحمه ښوونکو ستونزه حل نه شي خوست کې به ښوونځي وتړل شي»

author avatar
12 Nov 2020 - 19:00
«که د حقه الزحمه ښوونکو ستونزه حل نه شي خوست کې به ښوونځي وتړل شي»
author avatar
12 Nov 2020 - 19:00

خوست ښار (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د خوست د یو شمېر ښوونځيو امرين خبرداری ورکوي چې که حکومت د «حقه الزحمه ښوونکو ستونزه» هواره نه کړي، ډېر ښوونځي به وتړل شي.

حق الزحمه یي ښوونکي رسمي ښوونکي نه دي او د قرارداد له مخې د یوې اندازې پیسو په بدل کې درس کوي.

خوست کې د یو شمیر ښوونځيو امرينو چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسيده، نن د «لړم ۲۲مه» په یوه اعتراضيه غونډې کې وویل، حکومت ویلي چې له دې وروسته حق الزحمه ښوونکو ته تنخوا نه ورکوي.

هغوی وویل چې دا مهال د دغه ولايت له سلو زرو ډېر زده کونکي له زده کړو بې برخې دي او وايي که دا حالت همداسې دوام وکړي، ښايي ډېر ښوونځي وتړل شي.

د شهيد مطيع الله ليسې مدير بخت الله بابکرخېل په دغه غونډه کې وويل چې د رسمي ښوونکو کموالي او د حق الزحمه ښوونکو پر ګمارنه بندیز لګولو دې ته اړ کړي چې د ښوونځي یو شمېر ټولګي رخصت کړي.

هغه وويل: "نن د غم او ماتم ورځ ده، ما د خپلې لیسې له اووم ټولګي تر نهم ټولګي پورې ۲۷ صنفونه په داسې حال کې رخصت کړل، چې د زده کوونکو له سترګو اوښکې څڅېدې."

د ازادې مېنې ښوونځي مدير قاسم جان هم وويل چې دا مهال د پوهنې سکټور له ډېر بد وضعيت سره مخ دی او که د پوهنې وزارت د حق الزحمه ښوونکو غم ونه خوري، ښوونځی به يې وتړل شي.

دی وايي: "زموږ ښوونځی ۴۸ ټولګي لري، چې ۹۰۰ نجونو او ۲۳۰۰ هلکانو ته دوه وخته د ۵۵ حق الزحمه يي او درېیو رسمي ښوونکو له خوا درس ورکول کېږي، که چېرې پوهنې وزارت د حق الزحمه یي ښوونکو ستونزه حل نه کړي، زموږ ښوونځی به وتړل شي."

د ښوونځيو دغو امرينو د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره ګواښ وکړ، چې که حکومت حق الزحمه ښوونکي ونه ګماري او په خپل دريځ ودریږي، نو دوی به د مجبوريت له امله ښوونځي وتړي او مسووليت به يې بيا د حکومت په غاړه وي.

زده کونکي هم وايي له هغه راهیسې چې د حق الزحمه ښوونکو د لرې کېدو خبره وزارت راپورته کړې، د دوی درسي بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی.

د نجونو بي بي حليمې ليسې يوه زده کونکې نجيبه صالحٍي وايي:"زموږ د ښوونځي زده کوونکي ډېر دي، خو استادان مو کم دي، چې دې چارې له لویو ستونزو سره مخ کړې یو، هیله مو دا ده چې اړونده مسولین زموږ ستونزه راحل کړي."

په دې اعتراضيه غونډه کې د ښوونځيو امرينو ترڅنګ د زده کوونکو والدينو هم ګډون درلود.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.