کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٩) : د استراليايي ځواکونو له خوا تر څېړنو او پلټنو وروسته معلومه شوې ده چې ځواکونو يې په افغانستان کې ٣٩ تنه بې ګناه افغانان وژلي دي.
د يادونې ده، چې استراليايي ځواکونه د څو کلونو لپاره په اروزګان ولايت کې مېشت وو، او هلته يې د بيارغونې د کارونو ترڅنګ په پوځي عملياتو کې هم برخه اخيستله.
د استراليايي رسنيو د راپورونو له مخې، ددغه هېواد د پوځ لوی درستيز انګس کمپبل د استراليايي ځواکونو له خوا د بې ګناه افغانانو وژنه غندلې ده.
سرچينې زياته کړې، د استراليايي ځانګړو ځواکونو له خوا د افغانستان ماموريت دوران کې يې د وژنو او ځورونو پيښو پلټنې څلور کاله وخت ونيوه او په دې راپور کې موندل شوي چې د کره معلوماتو له مخه ځينو پوځيانو بې ګناه افغانان وژلي دي.
په راپور کې ادعا شوې ده، چې د استراليايي ځانګړو ځواکونو له خوا ۳۹ بې ګناه افغانان په ناقانونه ډول وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د استراليا پر ۲۵ اوسنيو او پخوانيو ځانګړو ځواکونو د بې ګناه افغانانو د وژنې تور دی او د يادو ځواکونو د ۱۹ تنو په اړه يې د استراليا پوليسو له خوا پلټنې کيږي.
په څېړنيز راپور کې راغلي، له يادو وژنو څخه يې هېڅ يوه د جګړې دوران کې نه ده ترسره شوې او نه هم د يادو افغانانو له خوا استراليايي ځواکونو ته کوم خطر پېښ و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په يادو ٣٩ افغانانو کې عادي کسان، کروندګر او بنديان شامل وو.
د دياد راپو تر خپرېدو مخکې د استراليا لومړي وزير سکاټ موريسن له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټيلېفون له لارې خبرې کړې او د يادو موندنو په اړه يې له هغه او افغانانو بښنه غوښتې.
په راپور کې راغلي، ځانګړو ځواکونو د استراليا نظامي قانون هم تر پښو لاندې کاوه او همدا لامل و، چې د يادو کړنو راپور د استراليا ملي پوځ ته نه رسېده او پېښې پټې پاتې کېدې.
د استراليا د پوځ لوی درستيز ويلي: "زه د استراليا پوځ له خوا له ټولو خلکو چې افغانستان کې دي د استراليا ځانګړو ځواکونو ناوړه کړنو له امله ژوره بښنه غواړم."
هغه زياته کړې : " ادعا شوو کړنو پر موږ د افغانانو اعتبار او درناوى اغېزمن کړ، ځکه همدې افغانانو له موږه غوښتي و ترڅو يې هېواد کې امن راولو او ورسره مرسته وکړو."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن