ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

استراليا د خپلو ځواکونو له خوا د ٣٩ بې ګناه افغانانو د وژلو له امله بښنه وغوښته

استراليا د خپلو ځواکونو له خوا د ٣٩ بې ګناه افغانانو د وژلو له امله بښنه وغوښته

author avatar
19 Nov 2020 - 11:41
استراليا د خپلو ځواکونو له خوا د ٣٩ بې ګناه افغانانو د وژلو له امله بښنه وغوښته
author avatar
19 Nov 2020 - 11:41

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٩) : د استراليايي ځواکونو له خوا تر څېړنو او پلټنو وروسته معلومه شوې ده چې ځواکونو يې  په افغانستان کې ٣٩ تنه بې ګناه افغانان وژلي دي.

د يادونې ده، چې استراليايي ځواکونه د څو کلونو لپاره په اروزګان ولايت کې مېشت وو، او هلته يې د بيارغونې د کارونو ترڅنګ په پوځي عملياتو کې هم برخه اخيستله.

د استراليايي رسنيو د راپورونو له مخې، ددغه هېواد د پوځ لوی درستيز انګس کمپبل د استراليايي ځواکونو له خوا د بې ګناه افغانانو وژنه غندلې ده.

سرچينې زياته کړې، د استراليايي ځانګړو ځواکونو له خوا د افغانستان ماموريت دوران  کې يې د وژنو او ځورونو پيښو پلټنې څلور کاله وخت ونيوه او په دې راپور کې موندل شوي چې د کره معلوماتو له مخه ځينو پوځيانو بې ګناه افغانان وژلي دي.

په راپور کې ادعا شوې ده، چې د استراليايي ځانګړو ځواکونو له خوا ۳۹ بې ګناه افغانان په ناقانونه ډول وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د استراليا پر ۲۵ اوسنيو او پخوانيو ځانګړو ځواکونو د بې ګناه افغانانو د وژنې تور دی او د يادو ځواکونو د ۱۹ تنو په اړه  يې د استراليا پوليسو له خوا پلټنې کيږي.

په څېړنيز راپور کې راغلي، له يادو وژنو څخه يې هېڅ يوه د جګړې دوران کې نه ده ترسره شوې او نه هم د يادو افغانانو له خوا استراليايي ځواکونو ته کوم خطر پېښ و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په يادو ٣٩ افغانانو کې عادي کسان، کروندګر او بنديان شامل وو.

د دياد راپو تر خپرېدو مخکې د استراليا لومړي وزير سکاټ موريسن له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټيلېفون له لارې خبرې کړې او د يادو موندنو په اړه يې له هغه او افغانانو بښنه غوښتې.

په راپور کې راغلي، ځانګړو ځواکونو د استراليا نظامي قانون هم تر پښو لاندې کاوه او همدا لامل و، چې د يادو کړنو راپور د استراليا ملي پوځ ته نه رسېده او پېښې پټې پاتې کېدې.

د استراليا د پوځ لوی درستيز ويلي: "زه د استراليا پوځ له خوا له ټولو خلکو چې افغانستان کې دي د استراليا ځانګړو ځواکونو ناوړه کړنو له امله ژوره بښنه غواړم."

هغه زياته کړې : " ادعا شوو کړنو پر موږ د افغانانو اعتبار او درناوى اغېزمن کړ، ځکه همدې افغانانو له موږه غوښتي و ترڅو يې هېواد کې امن راولو او ورسره مرسته وکړو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.