Language

“د بلخ د ۹ ولسوالیو ولسوالان خپلې چارې د دغه ولایت له مرکزه پر مخ بیايي”

مزارشريف (پژواک، ۲۹ لړم ۹۹): د بلخ ځیني اوسېدونکي، وکيلان او مدني فعالان وايي چې د دغه ولايت د نهو ولسواليو ولسوالان خپلو دفترونو ته نه شي تلای او د ولسوالۍ چارې له مرکز مزارشريف ښاره پر مخ بيايي.

چمتال، چهاربولک، دولت اباد، شولګر، بلخ، کشنده، زارع، شورتېپه او کالدار د بلخ هغه ولسوالۍ دي چې د امنيتي ستونزو له امله يې ولسوالان خپلو دفترونو ته نه شي ورتلای.

په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د بلخ د خلکو استازي وايي چې خپلو کارځايونو ته د ولسوالانو نه ورتګ، د ولسواليو په کچه حکومتولي سخته ځپلې ده.

خو بلخ ولايت مقام بيا وايي چې يواځې د درېیو ولسواليو ولسوالان د امنيتي ننګونو له امله ولسواليو ته سفر نه شي کولى او د پاتې ۱۱ ولسواليو ولسوالان په عادي ډول خپلې چارې ترسره کوي.

login or register a new account.