منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۸ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د بلخ د ۹ ولسوالیو ولسوالان خپلې چارې د دغه ولایت له مرکزه پر مخ بیايي”

· ۵ دقیقې لوستل · ۳۳۹ کتنې · تازه شوی

مزارشريف (پژواک، ۲۹ لړم ۹۹): د بلخ ځیني اوسېدونکي، وکيلان او مدني فعالان وايي چې د دغه ولايت د نهو ولسواليو ولسوالان خپلو دفترونو ته نه شي تلای او د ولسوالۍ چارې له مرکز مزارشريف ښاره پر مخ بيايي.

چمتال، چهاربولک، دولت اباد، شولګر، بلخ، کشنده، زارع، شورتېپه او کالدار د بلخ هغه ولسوالۍ دي چې د امنيتي ستونزو له امله يې ولسوالان خپلو دفترونو ته نه شي ورتلای.

په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د بلخ د خلکو استازي وايي چې خپلو کارځايونو ته د ولسوالانو نه ورتګ، د ولسواليو په کچه حکومتولي سخته ځپلې ده.

خو بلخ ولايت مقام بيا وايي چې يواځې د درېیو ولسواليو ولسوالان د امنيتي ننګونو له امله ولسواليو ته سفر نه شي کولى او د پاتې ۱۱ ولسواليو ولسوالان په عادي ډول خپلې چارې ترسره کوي.

په شمالي ولايت بلخ کې سرچينې وايي چې د نږدې نهو ولسواليو ولسوالان د امنيتي ستونزو، په لارو کې د ماينونو او جګړو له امله خپلو دفترونو ته نه شي تللی.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګلرحمان همدرد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ په شاوخوا نهو ولسواليو کې سيمه ييزه ملکي اداره کابو د نشت برابر ده.

هغه زياته کړه چې د بلخ ډېری ولسوالان په ښار کې اوسېږي او په وينا يې چې د نا امنۍ له امله په ولسواليو کې خپلو کارځايونو ته نشي ورتللی.

همدرد وويل: ((يو محدود شمېر ولسوالان د سختو امنيتي تدابيرو په نيولو سره په څو اونيو کې يو ځل خپلې اړوندې ولسوالۍ ته ځي؛ نور د نهو ولسواليو ولسوالان خو هېڅ نشي تللی او په مزارښار کې اوسېږي.))

د همدرد په وينا، حکومت بايد دا ستونزه ډېره جدي وګڼي او په ولسواليو کې دې خپلې ملکي ادارې بېرته فعالې کړي.

د ولسي جرګې دغه غړی اندېښنه لري چې د شته نا امن وضعيت په دوام سره به بلخ کې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن نور هم زيات شي.

د بلخ د زارع ولسوالۍ اوسېدونکي محمد رحيم پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې په ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.

هغه زياته کړه چې کله هم امنيتي قوه د عملياتو په موخه يادې ولسوالۍ ته ورځي، نو ولسوال هم ورسره وي او په خبره يې چې پرته له دې ولسوال خپل کار ځای ته نه شي ورتللی.

رحيم وايي: ((ولسوال به څنګه راشي، لاره نا امنه ده، کلي نا امن دي، وزرونه خو نلري چې پرواز وکړي، همالته مزار ښار کې اوسېږي او ښار دننه يې يو دفتر خلاص کړی دی، کله چې موږ په ولسوالۍ کې تذکره اخلو نو مزار ته ورځو او خپلې عريضې پرې ټاپه کوو.))

د هغه په خبره، که احياناُ ولسوال د امنيتي ځواک په مرسته ولسوالۍ ته ور هم شي؛ نو خلک د طالبانو له وېرې ولسوالۍ ته مراجعه نه کوي.

د چمتال ولسوالۍ د عرب مزاري کلي اوسېدونکي سردار ولي پژواک ته وويل چې د دوی د سيمې ډېری خلک حتی نه پوهېږي چې دولت په خپل تشکيل کې د دوی د ولسوالۍ لپاره ولسوال لري که نه.

هغه زياتوي چې نږدې دوه کاله شول چې د چمتال ولسوالۍ ولسوال خپل کار ځای ته نشي تللی او په مزارښار کې مېشت دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست