ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۵۵۰ پېښې ثبت شوې دي

شمال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۵۵۰ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
6 Dec 2020 - 16:21
شمال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۵۵۰ پېښې ثبت شوې دي
author avatar
6 Dec 2020 - 16:21

مزارشريف (پژواک، ۱۶ ليندۍ ۹۹): په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې په تېر ۱۳۹۹ مالي کال کې په بلخ، سمنګان، جوزجان او سرپل ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۵۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

په بلخ کې د بشري حقونو د ساحوي دفتر مسوول سيدمحمد سامع د ليندۍ په ۱۶مه، يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې ښايي د تاوتريخوالي پېښې له دې هم لوړې وي، ځکه په خبره يې چې د کرونا ويروس او امنيتي ننګونو له امله ځينو سيمو ته لاسرسی محدود شوی دی.

نوموړي زياته کړه، چې په ۹۹ لمريز کال کې د بلخ بشري حقونو کمېسيون کې د سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل ولايتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۵۵۰ قضيې ثبت شوې دي.

سامع وويل، چې د دغو پېښو له ډلې څخه يې څه باندې ۱۷۰ پېښې د دوی د همکارانو له خوا څېړل شوې دي.

نوموړي زياته کړه: (( ښايي، چې د تاوتريخوالي ډېرې نورې پېښې هم ترسره شوې وي، خو د کرونا او قرنطين له امله او همدا راز يو شمېر سيمو کې د امنيتي ننګونو له امله دغه پېښې نه وي ثبت شوې.))

د بشري حقونو کمېسيون مسوول د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي نه کولو پيل شوی کمپاين د عامه پوهاوي برخه کې ګټور بولي.

هغه د ښځو د حقونو له فعالانو څخه غوښتنه وکړه، چې له دغه فرصت څخه د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره اغېزمنه استفاده وکړي.

په ورته مهال په شمال زون کې د بشري حقونو کمېسيون د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي څانګې مسووله هديه ارمغان وايي، چې په روان کال کې د ښځو د نا موسي وژنو کچه لوړه شوې ده.

هغې که څه هم په دې تړاو ارقام وړاندې نه کړل؛ خو زياته يې کړه، چې د تېر کال په پرتله د ښځو ناموسي وژنې زياتې شوې دي، چې اندېښنې يې را پارولي.

مېرمن ارمغان له تاوتريخوالي سره د مخ شويو مېرمنو دوسيو ته د رسېدګۍ برخه کې له حکومته د لا ډېرو اسانتياوو رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

په بلخ کې د ښځو د حقونو يوې فعالې کريستينا عزيزي پژواک ته وويل، چې د ښارونو په پرتله بايد په ولسواليو کې د مېرمنو د وضعيت تغيير لپاره ډېر کار وشي.

هغې وويل: ((په تېرو دوه لسيزو کې ټوله پانګه په ښارونو کې شوې؛ خو په ولسواليو کې لا هم ښځې په ناوړه حالت کې دي، اوس پکار ده چې هغوی ته هم توجه وشي)).

مېرمن عزيزي همدا راز له تاوتريخوالي سره د مخ شويو ښځو دوسيو ته پر وخت نه رسېدنه لويه ستونزه ګڼي او زياتوي، چې له همدې امله يو شمېر مېرمنې په عدلي او قضايي ارګانونو بې باوره شوې دي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.