ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روغتیا وزارت: د کرونا ضد واکسین به تر راتلونکو ۷ میاشتو افغانستان ته را ورسېږي

9 Dec 2020 - 15:46
9 Dec 2020 - 15:46

کابل (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٩): د عامې روغتیا وزارت وایي چې تمه ده تر راتلونکو اوو میاشتو د کرونا ویروس واکسین هېواد ته راشي او اوس یې د ساتلو لپاره د ځانګړو استنځایونو پر جوړولو کار روان دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې افغانستان به له دوو مرجعو د کرونا واکسین ترلاسه کړي او تمه ده تر راتلونکو ۷ میاشتو د کرونا ویروس واکسین لومړی بسته هېواد ته را ورسېږي.

هغه زیاته کړه: «دغه واکسین به تر اوو یا اتو میاشتو هېواد ته را ورسېږي چې د هېواد درې سلنه خلک تر پوښښ لاندي راولي او په لومړي پړاو کې به د اړتیا او زیان لېدونکو کسانو او ډلو پر اساس دغه واکسین ورکول کېږي.»

سمسور وویل چې د هېواد د شل سلنه خلکو لپاره د دوو کلونو په موده کې نړیوال بانک هم واکسین چمتو کوي او که په بازار کې د واکسینو تولید ډېر شي، هېواد ته په واردولو کې به یې هم بدلون راشي.

سرچینې لیکلي چې دا مهال د واکسین ساتلو لپاره د ځنځیري سړې خونو په جوړولو کار روان دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې بله برخه د کرونا واکسین د چمتو کولو، د واکسین د تطبیق لپاره ځانګړو کارکوونکو ته روزنه ورکول دي چې کار پرې روان دی او هغه کسانو ته چې واکسین ورکړل شي، د پېژندنې یو کارت ورکول کېږي.

سمسور دغه راز له خلکو وغوښتل چې پر کرونا ویروس د اخته کېدو مخنیوي لپاره وقایوي ټکي په پام کې ونیسي او ماسکونه وتړي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version