ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې يو ديني عالم او د پوليسو يو متقاعد افسر ووژل شول

په کابل ښار کې يو ديني عالم او د پوليسو يو متقاعد افسر ووژل شول

author avatar
10 Dec 2020 - 10:38
په کابل ښار کې يو ديني عالم او د پوليسو يو متقاعد افسر ووژل شول
author avatar
10 Dec 2020 - 10:38

کابل(پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٩): ناپېژاندو وسله والو په کابل ښار کې يو تن ديني عالم او د پوليسو يو متقاعد افسر وژلي دي.

د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز د ليندۍ په ٢٠مه، پژواک اژانس ته وويل چې پرون ناوخته د کابل په نهمه او پنځمه حوزو کې دوه تنه د وسله والو مخالفينو له خوا وژل شوي، خو په دې اړه يې نور جزييات ورنه کړل.

خو يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، ناپېژاندو وسله والو پرون ماښام د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند څرخي پله سيمه کې يو تن ديني عالم وژلی دی.

سرچينې زياته کړه، د مولوي حميدالله بخاري په نامه یاد ديني عالم هلته د ملي اردو په فرقه کې د جومات ملا امام و.

د عبدالرقيب په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، مولوي حميدالله جومات ته پر لاره و چې د وسله والو له لوري ووژل شو.

دى وايي، هغه خلکو ته زده کړې ورکولې او سلګونه شاګردان يې درلودل.

د يو بل خبر له مخې، پرون مازيګر ناوخته د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند ميرويس ميدان  (کوټه سنګي) سيمه کې د پوليسو يو متقاعد افسر هم وژل شوى دى.

د عبيدالله قيومي په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، دغه تن د سړک ترمنځ په ګلدان کې پلى روان و چې په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو.

سرچينې زياته کړه، سمونوال طوفان د غزني ولايت اوسېدونکى و، اوس يې کومه رسمي دنده نه درلوده، د قومي مشر په توګه يې د خلکو ستونزې هوارولې.

د کابل پوليسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په کابل کې د ترور پېښې زياتې شوې دي.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.