ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د همدرد په مشرۍ حزب اسلامي په هېواد کې دننه د سولې خبرو له ترسره کېدو ملاتړ وکړ

د همدرد په مشرۍ حزب اسلامي په هېواد کې دننه د سولې خبرو له ترسره کېدو ملاتړ وکړ

author avatar
12 Dec 2020 - 16:28
د همدرد په مشرۍ حزب اسلامي په هېواد کې دننه د سولې خبرو له ترسره کېدو ملاتړ وکړ
author avatar
12 Dec 2020 - 16:28

خوست ښار (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۹۹): د جمعه خان همدرد په مشرۍ د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد په نوم د سياسي بهيرغړو په خوست کې د يوې غونډې پر مهال د افغان سولې له روانې پروسې ملاتړ څرګند کړ.

هغوی غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې د سولې دا پروسه به هله ژر بريا ته ورسېږي چې وسله وال طالبان د حزب اسلامي په څېر دننه په افغانستان کې له افغان حکومت سره بين الافغاني مذاکرات وکړي.

د دغه سياسي بهير د اجرائيه شورا يوه غړي ډاکتر احمد خندان غونډې ته وويل، دوی نور له دې تپل شوې جګړې چې هره ورځ د بې شمېره افغانان ژوند اخلي، ستړي دي.

هغه وايي، د جګړې ښکېل اړخونه، په ځانګړي ډول وسله وال طالبان دې وخت نه ضايع کوي او بې له کوم ځنډه دې د يوه داسې اسلامي نظام پر سر توافق وکړي چې د افغانستان ټولو قومونو ته د منلو وي.

ده زياته کړه: ((دا زموږ لپاره سترعيب دی چې پردي ملکونه او پردي ګاونډيانو موږ جوړوي، راځئ موږ خپلو کې کښېنو. نن درې کاله وړاندې حزب اسلامي په همدې خاطر د افغانانو سره خبرې وکړې، موږ بين الافغاني مذاکرات وکړل، د افغانانو په حضور مو وکړل، د افغانانو سره مو وکړل، په افغانستان کې مو وکړل او هيڅ ګاونډی مو دې کې داخل نه کړ.))

د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد بل غړي ګل الرحمن هم غونډې ته خبرو کې وويل، د افغان سولې مذاکرات هغه وخت بريالي کېدای شي چې د بل چا له تاثير پرته د افغانانو ترمنځ په خپله خاوره کې وشي.

ده زياته کړه، که ښکېلې خواوې له نرمښته کار وانه خلي او له امتيازاتو اخيستلو تېر نه شي، نو اندېښنه دا ده چې جګړه به نوره هم زور واخلي.

هغه وايي: ((د جګړې دواړو خواوو باندې غږ کوو چې راشئ افغانان يئ او د افغانانو په صفت يو څه تاوان په ځان ومنئ، که امتيازات، امکانات، څوکۍ او قدرت غواړئ بيا سوله مشکله ده. که چېرې د دې مسلمان ملت په خاطر له خپلو غوښتنو تېر نه شئ، دا سوله نه کېږي.))

د غونډې يوه بل ګډونوال ديني عالم فقيرمحمد وويل، افغانان نور له جګړې ستړي دي او داسې سوله غواړي چې د دوی درد ته دوا وګرځي.

نوموړي هم د غونډې د نورو ويناوالو په څېر خپلو خبرو کې زياته کړه چې ښکېلې خواوې دې د سولې په خاطر له شخصي ګټو تېر شي.

هغه زياته کړه: ((موږ د يوې داسې سولې غوښتونکي يو چې زموږ د ميندو او خويندو اوښکې ودرېږي، ژړا يې په خندا بدله شي او وېره يې په امن بدله شي. زموږ خويندې او ميندې داسې حالت کې ژوند کوي چې چېرې ډز واوري، بيا ورسره د خپلو زامنو او وروڼو غم وي.))

د غونډې په پای کې د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد سياسي بهيرغړو د يوه پرېکړه ليک خپرولو په ترڅ کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ څرګند کړ او ورسره جوخت يې په هېواد کې د جګړې پر ټولو خواوو د اوربند او دايمي سولې غږ وکړ.

په پرېکړه ليک کې دغه راز ويل شوي چې په هېواد کې د روان سياسي وضعيت د لا غښتلتيا او رښتينې سولې ته د ژمنتيا لپاره د ټولو مثبتو دريځونو څخه ننګه او ملاتړ کوي او د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد له داسې يوې پروسې ملاتړ کوي چې په هغې کې اسلامي او ملي ارزښتونه نغښتي وي.

د يادونې ده، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم نن ویلي چې د سولې خبرو راتلونکې پړاوونه دې د هېواد دننه ترسره شي.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.