ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې ٥٠ ميليونه کسان له کرونا بېرته روغ شوي

په نړۍ کې ٥٠ ميليونه کسان له کرونا بېرته روغ شوي

author avatar
14 Dec 2020 - 10:50
په نړۍ کې ٥٠ ميليونه کسان له کرونا بېرته روغ شوي
author avatar
14 Dec 2020 - 10:50

کابل (پژواک، ٢٤ لېندۍ ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر له ٧٢ ميليون کسانو څخه اوښتی، خو ٥٠ ميليونه بېرته روغ شوي دي.

د کرونا ويروس چې يو کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢١٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٧٢ ميليون کسانو څخه اوښتى دى.

دغې سرچينې زياته کړې چې تراوسه څه باندې ٥٠ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او يو ميليون او ٦١٨ زره کسان یې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شويو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٣٠٠ زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان یې له امله مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ١٦ ميليونه او ٧٠٠ زره کسان، په هندوستان کې نهه ميليونه او ٨٨٠ زره، په برازيل کې ٦ ميليونه او ٩٠٠ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٣٠٦ زره، په هندوستان کې ١٤٣ او په برازيل کې ١٨١ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تراوسه څه باندې ٤٩ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٩٧٢ کسان مړه او تر ٣٨ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.