کابل (پژواک، ٢٤ لېندۍ ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر له ٧٢ ميليون کسانو څخه اوښتی، خو ٥٠ ميليونه بېرته روغ شوي دي.
د کرونا ويروس چې يو کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢١٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.
د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٧٢ ميليون کسانو څخه اوښتى دى.
دغې سرچينې زياته کړې چې تراوسه څه باندې ٥٠ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او يو ميليون او ٦١٨ زره کسان یې له امله مړه شوي دي.
د خپرو شويو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٣٠٠ زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان یې له امله مړه کېږي.
د راپورونو له مخې، په امريکا کې ١٦ ميليونه او ٧٠٠ زره کسان، په هندوستان کې نهه ميليونه او ٨٨٠ زره، په برازيل کې ٦ ميليونه او ٩٠٠ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٣٠٦ زره، په هندوستان کې ١٤٣ او په برازيل کې ١٨١ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.
په افغانستان کې تراوسه څه باندې ٤٩ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٩٧٢ کسان مړه او تر ٣٨ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن