کندهار ښار (پژواک، ٣٠ لېندۍ ٩٩): د کندهار ښار د ۳مې امنیتي حوزې اړوند په باچا خان جاده کې دوه کسان په یوه وسله وال برید کې وژل شوي دي.
دغه پېښه نن (د لېندۍ ٣٠مه) له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه رامنځته شوه.
امنیتي چارواکي په دې اړه څه نه وايي خو یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد وژل شوي کسان بلوڅان دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې برید موټرسایکل سپرو کسان کړی او له سیمې تښتېدلي دي.
د یاد برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP