ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال په سوېل ختيځ زون کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
21 Dec 2020 - 15:26
author avatar
21 Dec 2020 - 15:26

ګردېز (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۹): په سوېل ختيځ کې روغتيايي چارواکي وايي چې له اوږدې مودې وروسته يو ځل بيا د دغه زون په ولايتونو کې د پوليو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رياست او د کتلوي معافيت سيمه ييز دفتر مسوولين وايي چې له دې ډلې پنځه پېښې په خوست او يوه په پکتيکا ولايت کې دي.

د کتلوي معافيت سيمه ييز دفتر يوه مسوول ډاکتر حبيب د دومره ډېرو پېښو په ثبتېدو اندېښمن دی او وايي، له وزارت او د اړوند ولايتونو له مسوولينو سره په اړيکه کې دي، څو د دې پېښو زياتېدو مخنيوی وشي.

حبيب وويل، ځيني خلک د بېلابېلو اوازو پر اساس خپلو ماشومانو ته د واکسين له ورکولو ډډه کوي، خو په خبره يې افغانستان ته د پوليو واکسين له اندونيزيا او هند څخه راځي او د صحت په اړه يې پر طبي بنسټونو سربېره د ديوبند، بيت المقدس، افغانستان، پاکستان او ځينو نورو ديني بنسټونو هم د جواز او لزوم فتوا ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه: ((پوليو په ټوله نړۍ کې له منځه وړل شوې، يوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې ده. خلک بايد پر بېځايه اوازو چې ګویا واکسین ماشومان سپين سترګي کوي، ژر يې بالغوي يا پر نورو ورته افواهاتو باور کولو باندې د خپلو ماشومانو ژوند تباه نه کړي.))

د کتلوي معافيت څانګې مسوولين وايي چې په ماشومانو کې تر پنځه کلنۍ په پوليو د اخته کېدو شونتيا ډېره زياته ده او تر ۱۵ کلنۍ يې ګواښ وي، خو په خبره يې که تر ۵ کلنۍ پورې ۷۰ سلنه هم واکسين شي، د بدن دفاعي سيستم يې قوي او ياد ګواښ کنټرولېدای شي.

د دوی په خبره، ګوزڼ په ازاده فضا کې د رفع حاجت پر مهال لېږدي او که يو ماشوم ګوزڼ يا فلج شي، نو شاوخوا ۲۰۰ نور ماشومان پرې اخته کولای شي.

حبيب وويل: ((موږ ۹ دورې واکسين لرو، ځيني وخت کمېږي، بيا يې په نورو دورو کې ځايوو.))

د پکتيا د عامې روغتيا رياست وايي، په دغه ولايت کې هر کال په منځنۍ کچه د ۱۹۱۹۱۸ ماشومانو واکسين کولو هدف لري چې په کلني ډول د ۱.۴ سلنه په ډېرېدو زياتېږي.

د ياد رياست مشر ډاکتر ولايت خان احمدزي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په زرمت، روحاني بابا او جانيخېلو ولسواليو کې لا هم شاوخوا ۴۰زره ماشومان د پوليو واکسين له اخيستو پاتې کېږي.

احمدزي زياته کړه: ((موږ ورته وويل چې پوليو واکسين کور په کور تطبيقېږي، خو طالبانو ويل چې بايد کلينيک په کلينيک وي، دا د ماشومانو د پاتې کېدو لوی لامل دی. اوسمهال پکتيا کې زموږ ټول ټيمونه په ټولو ساحو کې کار کوي، له دې پرته کومه لويه ستونزه نشته.))

د يادونې ده، په پکتيا کې د ګوزڼ وروستۍ پېښه په ۲۰۱۳ کال کې ثبت  شوې وه.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.