میمنه (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۳): فاریاب کې یو شمېر ممیز پلورونکي او بڼوال وایي چې په لاسي او ډیجیټلي تلو کې د وزن توپیر په سوداګریزو معاملو کې ستونزې پیدا کړې او دغه تفاوتونه د دوی د مالي زیان لامل شوي دي.
هغوی لوی سوداګر د وزن پر کمولو تورنوي او وايي چې دوی خپل ممیز په ډیجیټلي تلو باندې وزن کوي او د قیصار د ممیزو لوی مارکېټ ته یې د پلور لپاره راوړي، خو سوداګر له پخوانیو تلو په استفادې د کابل په من په هرو سلو منو کې دوه درې منه کم راځي چې له امله یې دوی له زیان سره مخ کېږي.
د یادو ممیز پلورونکو او بڼوالو به خبره، ، په اوسني دور کې چې ټولې سوداګریزې معاملې په ټکنالوجۍ تنظیم شوې، خو د قیصار په مارکېټ کې سوداګر په برقي تلو وزن شوي توکي بیا په لاسي تلو وزن کوي، دوی خپله یې د پلور او صادراتو لپاره په برقي تلو وزن کوي، حکومت باید د هغوی خلاف کارونو مخه ونیسي.
د قیصار ولسوالۍ د شاخ سیمې اوسېدونکی او د ممیز یو پلورونکی غلام سخي وايي چې پېرلي ممیز په برقي تلو تلي، خو کله یې چې د قیصار بازار ته راوړي، سوداګر یې په لاسي تلو وزن کوي چې په هرو ۵۰ منو کې یو یا دوه منه کمېږي.
هغه وویل، په سوداګریزو ساحو کې چې ډیجیټلي تلې او نورې اسانتیاوې شتون ولري، لاسي تلې نه کارول کېږي، حکومت باید دې برخه کې پاملرنه وکړي.
د ممیزو یو بل پلورونکی سراجالدین وايي چې د کابل په من یې ۴۰۰ منه ممیز په برقي تله اخیستي وو، خو چې کله یې هغه د قیصار په بازار کې په لاسي تلو پلورل، ۷ منه کم شول او کومې ګټې ته یې چې هیله وه، هغه د تلو په تفاوتونو کې ولاړه.
هغه وویل، کومه ګټه چې له دې لارې لاس ته راځي، حرامه ده او باید د دغه کار مخه ونیول شي.
د ممیزو یوه بل پلورونکي عزیزالرحمن وویل: «ما لس منه ممیز وپلورل، خو نیم من کم شول؛ نه پوهېږم چې د وزن کمولو لپاره له کوم تخنیکه کار اخلي.»
د قیصار د ممیزو یو سوداګرسیدانور وایي چې په لاسي او برقي تلو کې د توپیر په اړه د پلورونکو او پېرېدونکو ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې جنجال موجود ده، هغه وایي چې د لاسي تلو پر ځای دې، لکه د کندهار به بازار کې چې یو څلور منی ترازو مشخص شوی، مشخص شي، ممیز دې له بوجیو تخلیه او بیا دې وتلل شي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د وزن کولو لپاره ولې له برقي تلو کار نه اخلي، وویل: «موږ له پلورونکو ممیز اخلو، کله چې بوجۍ خالي کړو، د بوجۍ په سر او اخر کې یو ډول او په منځ کې یې خراب ممیز ځای پر ځای کړي وي، دا چاره د دې لامل شوې چې په لاسي تلو یې یو – یو من وزن کړو، که د ممیزو بوجۍ دوه رنګه وي، مستردوو یې.»
یو بل سوداګر محمدنعیم کوهي تاییدوي چې ټول سوداګر ممیز په لاسي تلو وزن کوي او دا دود له پخوا شتون لري. هغه وايي چې د لاسي تلو د لرې کېدو پلوی دی او له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي چې دې برخې ته پام وکړي او دا موضوع دې حل کړي.
محمد حلیم په داسې حال کې چې په لاسي تلو یې ممیز تلل، د پژواک خبریال ته وویل، په هر وزن کې له پېرېدونکي دوه افغانۍ اخلي، د پلورونکي او پېرېدونکي ګټه او زیان په پام کې نه نیسي او وزن په دقیق ډول کوي.
هغه وويل چې د بازار په ورځو کې د وزن کولو له درکه ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې ترلاسه کوي.
ورته مهال، د دغو کسانو په منځ کې چې په لاسي تلو یې وزن کاوه او په وزن کې یې تفاوت لیدل کېده د پژواک خبري اژانس له خبریال سره یو هم خبرو کولو ته حاضر نه شو.
د فاریاب د سوداګرۍ خونې رییس سیداحمد فرید هاشمي په یوه پیمانه اخیستل او په بله پیمانه پلورل د سوداګرۍ د دودونو او اخلاقو خلاف ګڼي او وايي: «هر څوک چې دا کار کوي، سوداګر نه دی، بلکې غل دی.»
ورته مهال، د فاریاب د علماوو شورا غړی مفتي نجیبالله قریشي وايي چې په تلو کې کموالی او زیاتوالی یو ناروا او بد عمل دی چې قرانکریم له هغو په څرګند ډول منع کړې ده.
هغه وویل چې د ټولنې ډېرې بدبختۍ، بې نظمۍ، وچکالۍ، قحطۍ او بېلابېل بحرانونه د تطفیف د ناوړه عمل له امله دي، په تلو کې کموالی د نورو حقونو ته سپکاوی دی.
هغه وويل: «هغه کسان چې توکي په لاسي تلو اخلي او په برقي تلو یې پلوري، حتماً بد نیت لري.»
د فاریاب د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د محتسبینو مسوول مولوي حبیب الله فاروقي پژواک ته وویل چې د اسلام له نظره په پیمانه کې کموالی او زیاتوالی یو خطرناک عمل او یوه لویه ګناه ګڼل کېږي چې هم دنیوي او هم اخروي زیانونه لري.
فاروقي وويل چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر د قانون د دويم فصل د اتلسمې مادې په څلورمه فقره کې، د سوداګرو، کسبهکارانو او بزګرانو په اړه په څرګنده توګه ويل شوي چې محاسبين مکلف دي چې د هر هغه سوداګر يا کاسب د پیرودلو او پلورلو پرمهال ، په ترازو کې کموالی او زیاتوالی کوي باید محکمه یې کړي.
هغه زیاته کړه: «د حضرت شعیب علیه السلام په وخت کې، د مدین خلکو په ترازو کې کمی او زیاتی کاوه انحضرت به خپل قوم ته ویل چې کمپلورنه مه کوئ خو کله چې دوی د خپل پیغمبر په خبره عمل و نه کړ د الله په عذاب اخته شول او د زلزلې له امله ټول د ځمکې لاندې شول، سوداګر او کسبهکاران چې په ترازو کې کموالی او زیاتوالی کوي باید د الله د داسې عذاب په انتظار کې واوسي.»
د یادونې ده چې فاریاب د ممیزو د تولید له پلوه نړېوال شهرت لري، د سیمه ییزو چارواکو په خبره، هره اونۍ له دې ولایت څخه د کابل په من سل زره ممیز نورو ولایتونو او له هېواده بهر صادریږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP