خوست ښار (پژواک، ٢ مرغومى ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو په ښارګوټي کې د ماین چاودنه شوې، چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
سرچينې زياتوي چې چاودنه نن د مرغومي په دويمه له ماسپښين وروسته د ملي اردو د ګزمې پر موټر شوې.
يوی امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي پژواک خبري اژانس ته وويل،په دې چاودنه کې د ملي اردو د يوه بريدمل په ګډون څلور کسان وژل شوي او د ملي اردو د يوه سرتېري په ګډون ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
بل لورته د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري وايي چې له يادې پېښې يواځې دوه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
د يادې چاودنې مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
په دې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP