کابل(پژواک،۴ مرغومی ۹۹): د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو د هېواد په بېلا بېلو نقطو کې د سیمو د نیولو په برخه کې له ماتې وروسته اوس ترور ته مخه کړې خو د پروګرامونو په پلي کېدو ددغو کړنو مخه هم نیول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې راهیسې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوې او د ډېری دغه ډول پېښو مسوولیت څوک نه مني.
خو د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو بریدونه له مقاومت سره مخ شوي، دوی په هلمند، کندهار او د هېواد په نورو سیمو کې ماتې خوړلې، د طالبانو د ۲۰۲۰ کال پلان ناکام شوی، ځکه دوی نه دي توانېدلي چې د قطر په خبرو کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیمې سقوط کړي.
هغه وویل، طالبانو د خلکو ترور ته مخه کړې څو د سولې په خبرو کې امتیاز ترلاسه کړي، خو د دوی دغه ډول اقدام به د خلکو له نفرت پرته دوی ته هېڅ لاسته راوړنه ونه لري.
اندرابي له جزيیاتو پرته وویل، د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره پولیسو او ملي امنیت لازم تدابیر نیولي دي.
طالبانو د مسعود اندرابي د څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP