ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال په ٢١ ولايتونو کې د کرونا ١٧٠ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
25 Dec 2020 - 15:01
author avatar
25 Dec 2020 - 15:01

کابل (پژواک، ٥  مرغومي ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٧٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥١٧٦٤  ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خوا د مرغومي په ٥مه، په يوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٢٧٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٧٠ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥١٧٦٤  ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د کرونا تازه پېښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ ، تخار ، ننګرهار، پکتيا، بغلان، کندوز ، پروان ، نيمروز، غزني، لوګر ، بدخشان، ميدان وردګ، هلمند، لغمان ، کونړ، خوست زابل  او پکتيکا ولايتونو کې ثبت شوې دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩٢ کسان له يادې ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٤٠٦٧٨ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٣ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢١٤٨ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ګډون په ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې د کرونا دويمه څپه پيل شوې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.