ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال شپږ کسان د کرونا له امله مړه شوي

author avatar
30 Dec 2020 - 13:37
author avatar
30 Dec 2020 - 13:37

کابل (پژواک، ١٠ مرغومي ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٩٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٢٤٢٨ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د مرغومي په لسمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٦٠٧ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٩٨ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٢٤٢٨ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٥ کسان په ننګرهار، ١٣ په هرات، ١١ په کندهار، نهه په بغلان، ٧ په کابل، ٦ په لغمان، ٥ په پکتيا، ٤-٤ په بلخ، خوست، پکتيکا، جوزجان او غور، ٣-٣ په تخار او اروزګان، ٢-٢ په سرپل او فراه او يو-يو هم باميان او کونړ ولايتونو کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٠٠ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٤١٩٠١ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٦ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢١٩٥ ته ورسېد.

د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د عامې روغتيا وزارت له خلکو په وار وار غوښتنه کړې چې د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.