کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۹): د ګجر قوم ځيني قبیلې وايي، حکومت دوی ته د ښوونیزو، تحصیلي او روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې توجه نه لري او غوښتنه یې کړې چې یادې ستونزې دې ژر حل او د دغه قوم مشهورو څېرو ته دې په سیاست کې برخه ورکړل شي.
د ګجر قوم په کابل، پروان، کاپیسا، بغلان، بلخ، کندوز، تخار، بدخشان، نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې ژوند کوي، د معلوماتو له مخې د دوی نفوس ….. یو نیم میلیون کسانو ته رسېږي.
د ګجر ډېری قبیلې په غرنیو، صعب العبور او سړو درو کې ژوند کوي او پر مالدارۍ بوخت دي.
د افغانستان اساسي قانون له مخې، د ۱۴ قومونو (پښتنو، تاجک، هزاره، اوزبک، ترکمن، بلوڅ، پشه يي، نورستاني، ایماق، قرغېز، قزلباش، ګجر او براهوي) ژبې رسمي دي.
د یاد قوم ځینو مشرانو او مشهورو څېرو نیوکه کړې چې په کابینه کې د ګجر قوم ونډه نادیده نیول شوې او وايي، حکومت باید د دغه قوم لوستي او کادرونه په کابینه کې شامل کړي، څو د قومونو ترمنځ عدالت تامین شي.
د ګجر قوم یوه کس محمد داوود پژواک ته وویل، دغه قوم په محرومیت کې ژوند کوي او په تېرو ۲۰ کلونو کې د دوی ژوند ښه کېدو ته کمه توجه شوې ده.
هغه زیاته کړه: ((په هغو سیمو کې چې موږ ژوند کوو، ان د موټرو تګ راتګ لپاره خام سړکونه نشته. دغه راز ښوونځیو او کلینیکونو ته لاسرسی نه لرو او زموږ خلک له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.))
نوموړي د حکومت له مشرتابه وغوښتل چې په لرو پرتو سیمو کې د خلکو تګ راتګ لپاره د سړکونو جوړولو ترڅنګ د دوی ماشومانو ته ښوونځ
ي او ناروغانو ته یې روغتونونه جوړ کړي څو په یادو مواردو کې د دغه قوم ستونزې حل شي.
د هېواد په شمال ختیځ زون کې د ګجر قوم شورا رییس عبدالحق حقیار ګجرزاده په دغه زون کې د سړک، لومړنیو ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو پر نه موجودیت نیوکه وکړه
او ویې ویل، دغه قوم نه یوازې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دی، بلکې څرځایونه یې هم د ځينو زورواکو له خوا غصب شوي دي.
هغه زیاته کړه، له دغه قوم سره د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې یې تل غږ پورته کړی خو هېڅ ارګان او چارواکي د یاد قوم د عدالت غوښتنې غږ نه دی اورېدلی.
نوموړي وویل: ((دغه قوم یوازې د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال چارواکو ته وریاد شي، خو تر ټاکنو وروسته بریالیو نوماندانو دوی ته هېڅ توجه نه ده کړې، هېڅ نه پوهېږم چې د ګجر قوم سیاسي حقوق چېرته دي.))
د ده په خبره، د حامد کرزي حکومت پر مهال د ګجر قوم لپاره په سنا مجلس کې یوه انتصابي څوکۍ ځانګړې شوې وه چې د روشن ارا الکوزۍ په نوم یوه ښځې پرې د سناتورې په توګه وټاکل شوه، نوموړې هم د ګجر قوم نه وه خو اوس یاده ځوکۍ هم له دوی اخیستل شوې ده.
هغه روښانه کړه: ((زموږ چې په دغه هېواد کې ژوند کوو، سیاسي حقونه هم لرو او باید له خپل قومه وزیر، مرستیال، والي، امنیه قوماندان، رییس او … ولرو.))
حقیار د ټاکنو پر مهال د حکومتي مشرانو ژمنو ته په اشاره وویل، سره له دې چې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرستې وشوې خو دغه قوم ته هېڅ توجه نه ده شوې.
په شمال ختیځ زون کې د ګجر قوم شورا رییس له حکومته وغوښتل چې د دوی لوستي او کادرونه دې په کابینه کې شامل کړي څو د قومونو ترمنځ عدالت تامین شي.
په افغانستان کې د ګجر قوم ټولنیزې شورا مرستیال مولوي عبدالمنان عارف هم د دې په روښانولو چې په مرکزي بغلان کې د ګجر قوم له درې زرو ډېرې کورنۍ ژوند کوي وویل، اووه کاله مخکې یې یادو کورنیو ته د سړک او ښوونځي جوړېدو غوښتنه کړې خو د پروژې منظورۍ لپاره یې له ده پیسې غوښتې.
نوموړي وویل، کله مې چې دغه ستونزه د ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح سره شریکه کړه، نوموړي غوښتنه وکړه چې د بغلان امنیت ټینګ کړي څو ښوونځی ورته جوړ شي.
نوموړي زیاته کړه: ((معارف له موږ پیسې غواړي او د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح له موږ د بغلان ولایت امنیت غواړي، د بغلان لپاره د طالبانو والي هم له ګجر له قومه نه دی چې موږ ترې غوښتنه وکړو چې امنیت ټینګ کړي څو زموږ ماشومانو لپاره ښوونځي جوړ شي او ستونزې مو حل شي.))
د هغه په خبره، ښايي د ګجر قوم ځيني ځوانان هم د طالبانو په لیکو کې وي او ښايي له طالبانو سره د یو ځای کېدو لامل یې بې سوادي، د ښوونځیو نه موجودیت او د دغه قوم پر وړاندې تعصبات وي.
هغه په ډاګه کړه، سره له دې چې د دغه قوم خلک د پېژندپاڼو اخیستو لپاره د ولایت په مرکز کې څو شپې مسافري کوي او څو زره افغانۍ لګښت پرې راځي خو کله چې د ولایت په مرکز یا ولسوالیو کې روغتونونو ته ځي، دوه ګونی چلند ورسره کېږي.
مولوي عارف وویل: ((کله چې د نورو قومونو خلک روغتون ته مراجعه کوي، د درملنو د ورکړې ترڅنګ یې ناروغ بسترېږي، خو کله چې زموږ د ګجر قوم ناروغان روغتون ته ځي، ان روغتیايي مرکز ته د داخلېدو اجازه هم نه ورکول کېږي.))
په افغانستان کې د ګجر قوم ټولنیزې شورا مرستیال د دې په روښانولو چې حقونه یې تر پښو لاندې شوي او دوی وزیر، والي، امنیه قوماندان، په ملي شورا کې استازی او … نه لري، له همدې امله دوی ته هېڅ توجه نه کېږي.
هغه زیاته کړه، له حکومتي مشرانو په جدي توګه غواړي چې د دغه قوم ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د غه راز په افغانستان کې د ګجر قوم مشرانو او ټولنیزې شورا ولسمشرۍ ریاست ته څو لیکونه استولي چې د دغه قوم وګړي پر مالدارۍ بوخت دي او په صعب العبور غرونو کې ژوند کوي، د حکومت مشرانو ته د دوی د ستونزو د رسېدو لپاره باید یو کس د حکومت او خلکو ترمنځ د انتصابي پل په څېر یا د ولسمشر ستر سلاکار او یا انتصابي سناتور وټاکل شي، خو تر اوسه ورته هېڅ توجه نه ده شوې.
دوی ویلي، یادو وړاندیزونو ته پر نه پاملرنه سربېره د ولسمشر لومړي مرستیال د دوی ستونزو د حل په بدل کې د ګجر مېشتو سیمو امنیت ساتلو غوښتنه کړې ده.
دوی ګواښ وکړ چې غوښتنو ته د نه پاملرنې او په قانوني توګه یې ستونزو ته د نه رسېدو په صورت کې به په ولایتونو او پلازمېنه کې لاریونونه وکړي.
خو د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر ویلي، د ګجر قوم مشرانو دوه ځلې له امرالله صالح سره خپلې ستونزې شریکې کړې او نوموړي اړوند ادارو ته لارښوونه وکړه چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
سرچینې د امنیت ټینګښت د خلکو او دولت ګډه دنده وبلله او ویې ویل، له ګجر قوم څخه د طالبانو پر ضد د وسلې پورته کولو غوښتنه نه ده شوې، بلکې د دوی په سیمو کې د امنیت د ټینګښت لپاره له امنیتي سرتېرو سره د همکارۍ غوښتنه ترې شوې چې دا د افغانستان د هر وګړي دنده ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP