Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اشکمش اوسېدونکي: د يوه نامسوول وسله وال قوماندان له لوري ځورول کيږو

author avatar
6 Jan 2021 - 15:46
author avatar
6 Jan 2021 - 15:46

تالقان (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٩): د تخار د اشکمش ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د حاجي فتح په نوم د يوه نامسوول وسله وال له لوري ځورول کيږي او ټينګار کوي چې حکومت يې بايد مخه ونيسي.

د يادو کسانو له ډلې څخه د اشکمش ولسوالۍ د اورو سيمې اوسېدونکي يعقوب د مرغومي په ١٧ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کلونو راهيسې د حاجي فتح له لوري عام او بې پلوه خلک سخت ځورول کيږي.

ده زياته کړه: ((د روانې مياشتې په شپږم تاريخ يې زما ورور نيولى و بيا يې د خلاصولو په بدل کې پنځه لکه افغانۍ غوښتې په سل عذر او زارۍ مو ورته ٣٥٠ زره ورکړې چې په اتم تاريخ يې بېرته بيا را خوشې کړ.))

دغه راز د يادې ولسوالۍ د ناقل سيمې اوسېدونکي شهباز پژواک ته وويل چې د حاجي فتح کسان د اشمکش او بنګي ولسواليو ترمنځ او په نورو سيمو کې ولاړ وي له خلکو په زور پيسې اخلي او هر ډول چې وغواړي ځوروي يې.

د همدې سيمې بل اوسېدونکي مامور نبي پژواک ته وويل چې هېڅکوک نه شي کولاى د حاجي فتح د ځورونو او  ظلم مخه و نيسي.

دى وايي: ((هم په زور له خلکو پيسې اخلي، هم خلک وهي او ټکوي، هېڅوک ورته څه ويلاى نه شي او څوک يې پر وړاندې غږ هم نه شي پورته کولاى چې بيا يې وژني.))

د يادو کسانو په وينا، په دې تړاو يې څو ځلې حکومتي ادارو ته مراجعه کړې، خو چا يې ستونزه نه ده هواره کړې.

د يادې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد هرڅه ژر دوى د حاجي فتح له ظلمونو او ځورونو څخه خلاص کړي.

پژواک په کراتو هڅه وکړه چې د اړوندې موضوع په اړه د حاجي فتح نظر هم ترلاسه کړي، خو اړيکه ورسره ټېنګه نه شوه.

بل لورته د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير پژواک ته وويل چې د حاجي فتح د ځورونو په اړه تر اوسه چا دوى ته شکايت نه دى کړى.

ده وويل: ((موږ کوښښ کوو چې د خلکو  ټولو شکايتونو ته رسېدنه وشي، تر اوسه نه يعقوب او نه هم بل چا موږ ته د حاجي فتح په اړه مراجعه کړې، که دوى مراجعه وکړي نو انشاالله دغه مشکل به يې حل شي.))

همدرانګه د تخار د ملي امنيت رييس ډګروال زبير کريمي پژواک ته وويل چې اړوندو کسانو ته يې دنده ورکړې ترڅو د اشمکش د اوسېدونکو ياده ستونزه وڅېړي او پايله يې له ده سره شريکه کړي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د تخار اوسېدونکو په دغه ولايت کې د نامسووله والو له ډېروالي شکايتونه کړي وو او له حکومت نه يې د مخنيوي غوښتنه کړې وه.

Views: 1

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.