ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: ولسمشر غني زلمي خليلزاد سره له ليدنې انکار کړى

6 Jan 2021 - 18:39
6 Jan 2021 - 18:39

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٩): باوري سرچينې وايي چې دامريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد کابل ته د سفر پر مهال له ولسمشر غني سره له ليدو پرته بېرته دوحې ته تللى دى.

هغه چې وړمه شپه کابل ته راغلى و، دلته يې د ٢٤ ساعتونو تېرولو پرمهال له ځينو سياسي مشرانو سره وليدل.

نوموړي پرون سهار لومړى جهادي سياسي مشر استاد عبدالرب رسول سياف، ورپسې د ملي روغې جوړې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او بيا يې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي دي.

کابل ته د سفر پر مهال د هغه وروستۍ ليدنه د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر او د چارو ادارې له رييس ډاکټر فضلي سره وه.

خو نوموړي پرته له دې چې ولسمشر اشرف غني سره وګوري تېره شپه ناوخته بېرته دوحې ته تللى دى.

په کابل کې يوې بهرنۍ سرچينې پژواک اژانس ته ومنله چې زلمى خليلزاد پرته له دې چې ولسمشر غني سره وګوري، له کابل څخه تللى دى.

يوې حکومتي سرچينې په دې اړه د پژواک اژانس د پوښتنې په ځواب کې يواځې همدومره وويل : (( هغه خو د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب او د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر سره ليدلي دي.))

يوې بلې باوري حکومتي سرچينې بيا پژواک اژانس ته وويل چې ولسمشر له زلمي خليلزاد سره له ليدنې انکار کړى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د امريکا سفارت شازدافير راس ويلسون او د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر هڅه وکړه، چې دا ليدنه وشي، خو ولسمشر نه ده منلې.

د دغې سرچينې په وينا، د ولسمشر له خوا خليلزاد سره له ليدنې انکار په سوله پروسه کې د خليلزاد يو اړخيزه قضاوتونه ياد شوي.

د امريکا سفارت ددې خبر تر خپرېدو پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د خليلزاد د سفر پر مهال په کابل کې د امريکا سفارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې هغه به له افغان مشرانو سره ګوري، له افغانانو او افغان امنيتي ځواکونو څخه دامريکا د ملاتړ ژمنې به تازه کړي.

خو په دې خبرپاڼه کې له ولسمشر غني سره د خليلزاد دليدو په اړه څه نه دي ويل شوي.

Views: 100

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version