ژبه

جلال اباد (پژواک ۲۰ مرغومی ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې چاودنې د سړک جوړونې د يوه شرکت دوه کار کوونکي ټپيان کړل.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چاودنه نن ماخوستن ۶ بجې او ۴۰ دقيقې د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند په کاکړانو کلي کې شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په سيمه کې يو حلقوي سړک تر کار لاندې دی، د ياد سړک د جوړولو کاريګرو باندې ناپېژاندو کسانو لاسي بم اچولی او دوه کسان يې ټپيان کړي دي.

سرچينه وايي، ټپي کاريګر روغتون ته انتقال شوي او روغتيا يې د ډاډ وړ دی.

د هارون په نامه یوه عیني شاهد پژواک ته وویل چې چاودنه یې د کور ترڅنګ شوې چې له امله یی د کور ښيښې ماتې شوې دي.

د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.

ورته موضوع