ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د پولیسو پر یوه رینجر چاودنه شوې ده

کابل کې د پولیسو پر یوه رینجر چاودنه شوې ده

author avatar
12 Jan 2021 - 15:43
کابل کې د پولیسو پر یوه رینجر چاودنه شوې ده
author avatar
12 Jan 2021 - 15:43

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۹): د کابل پولیس وایي، د دغه ښار اتمې حوزې اړوند د پولیسو پر یوه رينجر د چسپکې ماین چاودنه شوې خو مرګ ژوبله نه لري.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه د کابل ښار اتمې حوزې اړوند ستانکزي ښارګوټي ته نږدې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د یادې چادنې په پایله کې یاد موټر یو څه ویجاړ شوی، خو مرګ ژوبله نه لري.

د پېښې یوه عیني شاهد باورخان هم پژواک ته وویل چې څو دقیقې مخکې د کابل ښار رحمان مینې سیمه کې د امام اعظم جومات مخې ته د پولیسو پر یوه رینجر موټر د چسپکي ماین چاودنه وشوه.

نوموړي وویل، سیمه د پولیسو له خوا تړل شوې او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر نظامي موټرو د چسپکي ماینونو چاودنې او د خبریالانو او مدني فعالانو مرموزې وژنې ډېرې شوې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.