کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٩) : د هندوستان د ملي امنيت سلاکار اجيت دووال له يوه لوړ پوړي پلاوي سره په رسمي سفر کابل ته راغلى دى.
د افغانستان د ملي امنيت شورا د دفتر له خوا د مرغومي په ٢٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي نن په کابل کې د ملي امنيت له سلاکار حمدالله محب سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې دواړو لوريو پر دوهاړخيزو ستراتېژيکو موضوعاتو، د تروريزم پر ضد د ګډو هڅو او همغږي او سولې پروسې د پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.
بلخوا د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي چې هندي پلاوي نن تر غرمې وروسته په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره ليدلي دي.
هغه زياته کړه، په دې ليدنه کې دواړو لوريو د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې، د افغان سولې په تړاو د سيمه ييزې اجماع په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر اشرف غني هندي پلاوي سره په ليدنه کې ويلي، دواړه هېوادونه به له ناټو او امريکا سره په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې بريا ترلاسه کړي.
نوموړى وايي، د افغانستان ملي دفاعي ځواکونه چې د افغانستان د ثبات ضمانت کوونکي دي، د ترهګرۍ پر ضد په لومړۍ کرښه کې جنګيږي.
د هند د ملي امنيت سلاکار جيت دووال په دې ليدنه کې ويلي، چې هېواد يې له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.
هغه زياته کړه، د دواړه به د ګډو ګټو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
Views: 225
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن